اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د وږي ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د زمري ۹مه ۱۳۹۸

د دیني، کلتوري، ، پوهنې، لوړو زده کړو چارو او د ارشاد حج اوقاقو کمېسیون غونډه د دې کمېسیون د رییس امیر ګل شاهین په مشرۍ جوړه شوه.

له اجندا سره سم د ملي دفاع، کورنیو چارو، ارشاد حج او قافو صنعت او سوداګرۍ او د ښار جوړنې او ارضۍ وزیران د تحصیلي اسنادو د مالوماتو ورکولو په موخه یاد کمېسیون ته را غوښتل شوي ول. چې هر یو په خپل وار ځانونه د کمېسیون غړو ته ورپژندل  او د خپلو تحصیلي اسنادو په اړه مالومات وړاندې کړل.

له دې سره چې د ځینو نوماندانو تحصیلي اسناد پوره او د یو شمیر نور پوره نه ول او د فراغت اسنادو یې  د پوهنې او لوړو زده کړو چارو وزارتونو تاییدۍ ته اړتیا لره، د کمېسیون غړو پریکړه وکړه چې په  پارلماني چارو کې د دولت وزارت دې د نوموړو تحصیلي اسناد ژرترژره د رسمي مکتوب د ځواب پر بنسټ کمېسیون ته راوستوي، ترڅو کمېسیون يې په اړه لازم تصمیم ونیسي.