اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د زمري ۹مه ۱۳۹۸

د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رییس عبدالقادر ځاځي وطن دوست د چک د جمهوري هیواد له سفیر پیتر ستیپنیک سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په لیدنه کې دارالانشا ریاست سره د همکاریو په تړوا بحث او خبري اترې وشوې.

د ولسي جرګې  د دارالانشاء لوی رییس د دې جرګې د اړتیاوو څخه یادونه وکړه او وویل، چې د ولسي جرګې نوي غړي او دارالانشاء لوی ریاست کارکوونکي د زده کړو ، د فني او تخنیکي وسایلو د تجهیز په برخو کې مرسته د ولسي جرګې له لومړیتوبونو  څخه شمیرل کیږي.  

په دې لیدنه کې دغه راز دواړو لوریو د افغانستان او چک هیواد د پارلمانونو ترمنځ  پارلماني دوستۍ ګروپ پر جوړیدو ټینکار وکړ او د دواړو پارلمانونو ترمنځ  د تجربو شریکوال يې مهم یاد کړل.

د لیدنې پر دوام د چک جمهوري هیواد سفیر ژمنه وکړه چې د زده کړو او د دارالانشاء لوی ریاست کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلو همکاریو ته داوم ورکړي.

دغه راز د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست د افغانستان له خلکو سره د چک جمهوري هیواد له مرستو مننه او قدرداني وکړ.

گزارشگر:سيد حشمت ميري

ژباړن: رحیم الدین اوریا خیل