د لړم ۱۹ مه ۱۳۹۸
د ولسي جرګې کمیسیونونو د بیلابیلو
موضوعاتو په اړه بحث وک
د دیني ، کلتوري ، پوهنې،لوړو زده کړو ارشاد ، حج او
اوقافو چارو کمیسیون غونډه د کمیسیون رییس ښاغلي الحاج امیرګل شاهین په مشرۍ جوړه
شوه .
له اجنډا سره سم د کمیسیون د روان کال د لړم میاشتې 19 نیټې غونډه کې د ماشوم د حقوقو دملاتړ قانون
چې د جمهوري ریاست لوړ مقام د 236 ګڼه تقنیني فرمان ، د پلټنې عالي ادارې د قانون
د ځینو مادو تعدیل او ایزاد چې د جمهوري ریاست لوړمقام د 157 ګڼه تقنیني فرمان او
د دولت د قضایاوو د قانون د ځینو مادو تعدیل او ایزاد چې د جمهوري ریاست لوړ مقام
د 310 او 360 ګڼه تقنیني فرمانونو په اساس توشیح شوي دي ، بحث ترسره شو وروسته له
زیاتو بحثونو څخه د کمیسیون نظریات کتبآ
اړوند کمیسیونونو ته واستول شول .
د غونډې دویمه برخه کې د پوهنې وزارت اړوند یو شمیر عرض
پاڼو په هکله بحث ترسره شو او تصمیم ونیول شو تر څو د کمیسیون د روان کال د لړم
میاشتې 26 نیټې غونډې ته د پوهنې سرپرست سره د بشري منابعو لوې رییس او د ننګرهار
ولایت د پوهنې رییس او مرستیال راوبلل شول تر څو د کمیسیون غونډې ته معلومات
وړاندې کړي ، همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو د ټولنې د عرض پاڼې په
هکله بحث ترسره او تصمیم پدې شو چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ، د
مالیې وزارت د بودجې لوې رییس ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د تقنین
رییس او د کابل طبي پوهنتون استادانو د ټولنې رییس د کمیسیون د یک شنبې ورځې د
1398 کال د لړم میاشتې 26 نیټې غونډې ته تشریف راوړي تر څو د عارضینو د مشکل د حل
په موخه لازم تصامیم ونیول شي .
د غونډې وروستې برخه کې کمیسیون ته د رارسیدلو عرض پاڼو
او ګڼه لیکونو په اړه بحث ترسره او اړوند
مراجعو ته لازمه لارښوونه وشوه .
غونډه د دعا په ویلو سره پاې ته ورسیده .
دبین المللي چارو کمیسیون غونډه د کمیسیون رییس
هلمندهلمند په مشرۍ ترسره شوه .
لمړې له اجنډا سره سم دجمهور رییس لخوا دانتخاباتو قانون
دتعدیلاتو په هکله د 346 ګڼې تقنیني فرمان ،دافغانستان د ښونځیو پروژو تمویل په
اړه دعربستان پراختیایي صندوق ترمنځ دپور تړون او دجمهور رییس لخوا دڅارعالي ادارې قانون
دتعدیلاتو په اړه د157 ګڼې تقنینی فرمان په اړه بحث ترسره شو . چې په پایله کې دجمهور رییس
د346 ګڼې فرمان ماده په ماده تربحث لاندې ونیول شوه او دکمیسیون نظر د ورستیو کړنو
په موخه اړوندو مراجعو ته ولیږدول شوه .
دغونډې په لړکې دافغانستان د ښونځیو د پروژو تمویل په
اړه دعربستان پراختیایي صندوق ترمنځ دپورتړون او دجمهور رییس د157 ګڼې تقنیني
فرمان چې دڅارعالي اداری قانون دتعدیلاتوپه اړه وو بحث ترسره شو چې د دنورو کړنو
په موخه راتلونکي غونډې ته ولیږدول شوه .
ژباړه : محمد ګل
نوری
مصحح : رفیع الله امیني