د لړم ۲۲ مه
۱۳۹۸
د حقوق د طرز قانون د۶۰ مادې تعدیل په اړه د جمهور رییس
تقنیني فرامانونه د ولسي جرګې له لورې تایید شول.
د ولسي جرګې نننۍ
غونډه د دې جرګې رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ جوړه شوه.
په پیل کې ځينو
وکیلانو په امتیازي وخت کې د امریکايي پوهنتون د دو استادانو په بدل کې د حکومت له لورې طالب زندانیانو په خوشي کولو يې
نیوکې وکړې، او د حکومت دغه کار يې د ملي ګټو خلاف وباله، او وویل که د نوموړو
خوشي کول د سولې په راوستلو کې مرسته کوي موږ يې ملاتړ کوو او د ادري پلاوي څخه یې
وغوښتل چې لوی څارنوال دې په یوې عمومي غونډه کې د وضاحت لپاره را وغوښتل شي، خو
بیا ځينو نورو وکيلانو د حکومت د دغه کار څخه ملاتړ و کړ.

همدا راز د ولسي جرګې
غړو سوله د افغانستان د وګړو اساسي اړتیا یاده کړه، او د اداري پلاوي څخه يې
وغوښتل چې د سولې په خبرو کې دې د ملت استازو ځاې مالوم کړي، او دغه پروسې کې د
ګډون لپاره دې وکیلان د غونډې له پریکړې وروسته معرفی شي او په دغه ملي پروسه کې دې د ښځو ګډون ته دې هم جدي پاملرنه
وشي.
همدا راز د هرات
ولایت وکیلان په ګمرکاتو کې د فساد شتون
او د هرات صنعتی پارک ۲۰۰ شرکتونو مالونو
بندېدلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه، د اداری پلاوي او حکومت څخه يې وغوښتل تر څو
د دغه ښارګوټي د فابریکو له منځه تللو مخنیوی وکړي او هر اړخیز اقدامات د لاس
لاندې ونیسي.
د ولسي جرګې غړو
ولسمشریزو ټاکنو په احتمالي ستونزو او د ټاکنو په پایلو کې د امنیتې ځواکونو لاسوښنه،
په حکومت کې د موازي ادارو پر مخنیوي ټينګار، په هيواد کې د برښنا بل لګښت په تړاو
بې پروايي، د سړو په رارسېدلو سره د سواند توکو په برخه کې د سوادګرو نوښت، د
بادغیس په یو شمېر ولسوالیو کې د خلکو بد وضعیت، د بادغیس او هرات په لوې لارې کې
ناامني، د نیمروز ولایت سوادګریزو لارې
بندېدل، د کڼر ولایت پوهنتون محصیلانو اعاشه پیسې په وخت نه ورکول، د بنایې شرکت
سره د نیمروز ولایت مرکزي روغتون جوړولو تړون ، د هېواد په شمال ولایتونو کې د جګړې
له کبله د خلګو بې ځایه کېدل او د هغوې سره د مرستو په ویشلو کې نه شفافیت او د جوزجان ولایت په یو شمېر ولسوالیو
کې درملتونونو کمښت، خبرې اترې وشي.

د غونډې په دوام د
ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جوزجان ولایت په اندخوې ولسوالۍ کې د امنیتې
ځواکو سرښندنې وستايلې، او د نیمروز ولایت مرکزي روغتون جوړول تړون او په ولسوالیو
کې د درملتونو جوړل لپاره يې د روغتیا او بدنې روزنې کمېسیون ته دنده وسپارله تر
څو اړوندو د مسوولینو سره په همغږی یاد موضوعات وڅيړي.
همد راز ملکي خدماتو
او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون په لوړو
پستونو ته د رقابتې ازموینو څرنګوالې په تړاو پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمېسیون
ته دنده وسپارله ترڅو یاد موضوع د جدې
نظارت لاندې ونسي.
ښاغلي رحماني د میدان
وردګو ولایت لوې لاري ناامنې او د فاریاب، جوزجان لوې لارې په تړاو د ولسي جرګې کورنیو چارو ملي امنیت کمېسیون ته دنده ورکړه چې د مسوولینو په
همغږۍ دې پر یاده موضوع خبرې اترې وکړي، او اختصاصی کمېسیون ته يې دنده ورکړه چې د
مصرفی برېښتا بلونو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي، او د قانونو نقض کول په سرپل ولایت
کې د پوهني ریاست ته یوې ښځې معرفي کول وڅیړي او پایله يې عمومي غوندې ته وړاندې کړي.

همداراز د ولسي جرګې
رئیس د میدان وردګو ولایت د امنیتې ستونزو په تړاو وویل، چې یو هر اړخیز پلاوی د
ولسي جرګې، مشرانو جرګې او حکومت له لورې جوړه شي تر څو یاده موضوع په ټولیزه توګه
وڅيړي.
ښاغلي رحماني د هرات ولایت
د صنعتي پارک په اړه وويل، چې ډير ژر به د ولسي جرګې څخه یو پلاوی یادې موضوع د
څيړنې او نظارت لپاره وګمارل شي.
د اجندا سره و د کنړ
ولایت ته د تللي پلاوي راپور چې یاد ولایت د امیتي وضعیت څیړنې او په ځانګړي ډول پر نارین ولسوالۍ
د پاکستان ځواکونو له ورستي بریدونو په
تړاو چې ولسي جرګې غړو د نعیمت الله کریاب او عبدالستار حسیني راپورنه غونډې ته
وړاندې کړل، همداراز د کنړ ولایت خلګو لپاره درې پروژو وړاندیز وشو چې د ولسي جرګې
د غړو له لورې د رایو پر بنسټ تصویب شو او ثبت شوي عرایض اړوندو ادارو ته واستول
شول.

د غونډې په دوام کې
تقنینې فرمان جې په (۳۱۵) او (۳۵۸) شمېرو ۱۴/۱۲/۱۳۹۷نيټې کې د رئیس جمهور له لورې
د زده کړو حقوق قانون طرز او ۶۰ مادې کې تعدیل د سید محمد حسن شریفي بلخابي،
نیکبخت فهیمي او خالد اسد، د عدلي او قضایي چارو کمېسیون غړو او رئیس تر منځ د خبر
ترو ورسته د ولسي جرګې دایمي کمېسیونونو کې پرې رایه کارونه وشوه.
چې په پایله کې، د
یاد فرمان رايې کارونې ته وړاندې شو
چې د ۱۶۵ حاضرو غړو په ګډون د څلور سرو
کاروتونو په شتون کې تاييد شو.
د یادونې وړ ده چې په
پای کې، د ولسي جرګې د خلګو غږ ګروپ د نجیب الله ناصر په ریاست شتون اعلان کړ.
خبریالانې : فرشته
فرملي و سويتا روستايي