اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د لندۍ ۱۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د لړم ۲۵مه ۱۳۹۸

ولسي جرګې د افغانستان او اوکراین د دفاع وزارتونو ترمنځ د نظامي مرستو هوکړه لیک د رایو په اکثریت سره تایید کړ.

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د دې جرګې د رییس میر رحمن رحماني په ریاست تر سره شوه .

په امتیازي وخت کې د ولس استازو  په بیلابیلو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې.

25-Aqrab-Umomi-1.jpg

د امتیازي وخت په پیل کې ځینو وکیلانو د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو له نا څرګند برخلیک څخه یادونه وکړه، له نوماندانو يې وغوښتل چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او دغه کمېسیون ته دې اجازه ورکړي چې پایلې اعلان کړي.

دوی په دې برخه کې د ټاکنو کمېسیون څخه هم وغوښتل چې له دې زیات دې د خلکو له رایو سره لوبه نه کوي او ژر تر ژره دې  د جمهوري ریاست لومړنۍ پایلې له ولس سره شریکي کړي.

د لوګر ولایت د پوهنې وزارت په اړه د مدني ټولنې د یوه څیړنې له مخې، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې د ځینو ښوونکو له لوري له شاوخوا ۵۰۰ نارینه زده کوونکو جنسي استفاده شوې بله هغه موضوع وه چې د ولس استازو يې په اړه سخت غبرګونونه وښودل او دغه پیښه يې د شرم وړ وباله.

25-Aqrab-Umomi-2.jpg

دغه شمېر د ولس استازو د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ناوړه استفاده د پوهنې سکتور حیثیت ته سپکاوې وباله او غوښتنه يې وکړه چې د یادې قضيې د څیړلو، په موخه دې د لویې څارنوالۍ، پوهنې وزارت، ملي امنیت او ملي شورا څخه ګډ پلاوی جوړ شي تر څو قضیه په بي طرفه توګه وڅیړي او په پیښه کې ښکیل کسان پیدا او قانوني چلند ورسره وکړي.

دغه راز په غونډه کې بیا یو شمیر نورو وکیلانو دغه مسله بې بنسټه وبلله او دا يې د پوهنې سکتور، د لوګر ولسونو او د دې ولایت زده کوونکو ته سپکاوې وباله او وړاندیز يې وکړ، چې د دې قضیې تر کره څیړنو پورې دې له یادې موضوع ډډه وشي.

د میدان وردګو ولایت سیمه ایز حکومت په فساد تورنول او په دې اړه د پلاوي ټاکل کیدل، په ولسي جرګه کې د سرپرستۍ لړۍ ته د پاې ټکي کيښودل، د فرا ولایت په ګمرګ کې فساد او په دې ولایت کې له تیرو دوو میاشتو راپدیخوا د مخابراتي شبکو قطع پاتې کیدل، د دولتي ځمکو غصب او خرڅلاو مخه نیول، ولایتونو ته د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې د متوازن پراختیا په نظر کې نیول، د ژمي د موسم په را رسیدو سره د سوند توکو د بیې په لوړیدو نیوکه او په اړه يې د اړوندو چارواکو پاملرنه، په یو شمېر دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په نوم په سلیقوي توګه د ګمارنو پرداوم نیوکه، د زابل ولایت امنیتي وضعیت ته او د حکومت له لوري په ملي او مهمو مسایلو کې د ولس استازو په جریان کې ساتل نور هغه موضوعات وو چې د ولس استازو په امتیازي وخت کې مطرح کړل.

25-Aqrab-Umomi-3.jpg

د امتیازي وخت په پاې کې د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني  په شمالي ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له سر ښندونو ستاینه وکړه او د یادو ځواکونو له لوري يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د اندخوی د څلور ګونو ولسوالیو پاکول د ستاینې وړ وباله او هیله يې وښوده، چې یو ورځ  به دغه ځواکونه په دې وتوانیږي چې د وسله والو طالبانو په لاس کې شته ټولې ولسوالۍ د دوی له شتون څخه پاکې کړي.

ښاغلي رحماني په لوګر ولایت کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه د ناوړې استفادې په اړه د ولس د ځینو استازو پر غوښتنه د ۱۱ سرو کارتونو په شتون کې د رایو په اکثریت سره د دې جرګې د پوهنې ،کورنیو چارو، د ښځو چارو ،عدلي او قضايي کمېسیونونو او د کابل ولایت د استازې مریم سما په ګډون ۸ کسیزه پلاوی وټاکه تر څو یاده موضوع له نږدې وڅیړي او راپور يې له غونډې سره شریک کړي.

نوموړي دغه راز په بهرنیو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو کې د اصلاحاتو په نوم په سلیقوي توګه د ګمارنو پرداوم، د فراه ولایت په کمرګ کې د فساد او په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو پری کېدل او د سوند توګو د لوړو بیو په اړه اړوندو کمېسیونونو ته دندې ورکړې چې یادو موضوعاتو په تړاو دې اړوند چارواکي خپلو غونډو ته را وبلي او ستونزې دې ورسره شریکي کړي.

ښاغلي رحماني دغه راز وویل چې د سولې خبرې او چین هیواد ته د پلاوي له ټاکل کیدو خبر نه دې او نه هم ورسره مشوره شوې.

د ولسي جرګې رییس د پوهنې وزارت د پخواني وزیر دوکتور اسدالله حنیف بلخي په مړینه ژوره خوشیني څرګنده کړه او د نوموړي مړینه يې یوه لویه ضایع وباله، نوموړي د ولسي جرګې په استازیتوب د  اروښاد اسدالله حنیف بلخي کورنۍ ته تسلیت وویلو، او د الله (ج) له درباره يې اروښاد ته د جنت الفردوس هیله  وکړه.

25-Aqrab-Umomi-4.jpg

ښاغلي رحماني دغه راز د طالب زندانیانو او امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې په اړه وویل، چې افغان حکومت لا په دې اړه ورته کره جزیات ندي ورکړي چې دوی دې بیرته د بګرام زندان ته راانتقال شوي وي خو زیاته یې کړه چې له طالبانو سره د امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې له منځه تلل د دې ښکارندويي کوي چې دغه ډله بې ارادې او په خپل قول ولاړه نه ده.

ورپسې له اجنډا سره سم د نړیوالو چارو کمېسیون له لوري د افغانستان او اوګراین د دفاع وزارتونو ترمنځ د نظامي همکاریو د هوګړه لیک په اړه غونډې ته معلومات ورکړل شول.

یاد هوکړه لیک چې په یو سرلیک او ۱۰ مادو کې جوړه شوی په دایمي کمېسیونونو کې د بحث وروسته د دې جرګې د ۱۳۷ تنه غړو په شتون کې رايې اخیستو ته وړاندې شو چې په پایله کې د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت سره تایید شوو.

دغه راز د اجنډا په یوه بله برخه کې ټاکل شوې وه چې د ملي شورا د امنیتي چارو د وضعیت په اړه د کورنیو چارو او ملي امنیت کمېسیون راپور واوري خو د جرګې د غړو او د اړوند کمېسیون په غوښتنه یاد راپور د تړلو دروازو تر شا د دې جرګې له استازو سره شریک شو.

خبریال: رحیم الدین اوریاخیل