د لړم ۲۸ مه ۱۳۹۸
د ولسي جرګې کمیسیونونو د بیلابیلو
موضوعاتو په اړه بحث وکړ
د نړیوالو چارو کمیسیون غونډه د کمیسیون رییس هلمند
هلمند په مشرۍ ترسره شوه .
په غونډه کې له اجنډا سره سم دسارک
سازمان پراختیایي صندوق په اساسنامې او د استملاک قانون په اړه بحث وشو.
په پایله کې دسارک سازمان
پراختیایي صندوق اساسنامې په هکله دبحث او دنظرونو وړاندې کولو او د هغو وکیلانوله
لوری چې دیادې اساسنامې د مطالعه لپاره
دنده ورکړ شوي وه دتصدیق وړ وګرځیده .
او هوګړه وشوه چې یاد اسناد
دنظرغوښتلو په موخه دولسي جرګې دایمي کمیسیونونو ته ولیږدول شي ترڅود د هغوې د نظرونو
په لړ کې سند د ورستیو مراحلو د پشپړیدولپاره اقدام وشی .
دغونډې په لړ کې داستملاک پرقانون
څیړنه وشوه او پر دی هوکړه وشوه چې یاد قانون د هیواد په قوانیونو کې یو مهم قانون
دې تر څو په ټولیزه توګه وڅیړل شي نو ځکه
موضوع راتلونکې غونډه ته ولیږدول شوه
په پاې کې کمیسیون ته په رالیږل شویو مکتوبونو بحث وشو
او لازم تصامیم ونیول شول.
د دتقنیني چارو
کمیسیون غونډه ددغه کمیسیون رییس غلام فاروق نظري په مشرۍ ترسره شوه .
غونډه دکمیسیون رییس او د اساسي قانون پرتطبیق د
څارکمیسیون غړي او ددایمی کمیسیونونو له استازو سره په ګډه د قانون په شتون کی د تقنیني فرمانونو د صدور
تفکیک او د فرمانونو پر سر د فرمانونو صدور په اړه د ولسي جرګې عالي مقام پر بنسټ جوړه شوه چی په
پایله کې پریکړه وشوه تر څو ټول فرمانونه چی د ولسمشر لخوا صادر شوي او د اساسي
قانون 79 مادی او د تقنیني فرمان د صدور قانون 5 مادی خلاف وي رد ګڼل کیږي .
ژباړه : محمد ګل نوری
مصحح : رفیع الله