د مرغومی ۲۴ مه ۱۳۹۸
د ولسي جرګې کمیسیونونو د بیلابیلو
موضوعاتو په اړه بحث وکړ.
د عامې روغتیا، ځوانانو او بدني روزنې کمیسيون غونډه د
دې کمیسیون د رییس نجیب الله ناصري په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه کې له اجنډا سره سم په پیل کې کمیسیون ته پر را
استول شوو مکتوبونو خبرې او په اړه یې اړینې لارښوونې وشوې.
ورپسې د افغانستان جمهوري دولت او بلاروس جمهوري دولت
ترمنځ د نظامي همکاریو او د فکري مالکیت نړیوالو سازمان د کاپي رایټ پر هوکړه
لیکونو بحث وشو؛ د کمیسیون د غړو لخوا یاد سندونه تایید او د وروستیو اجراتو په
موخه اړوند کمیسیون ته واستول شول.
د غونډې په پای کې کمیسیون ته راغلې عرض پاڼې وارزول شوې
او اړوندو مراجعو ته د عارضینو د ستونزو د هوارۍ په برخه کې مکتوبونه واستول شول.
د موصلاتو او مخابراتو کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د
رییس محمد اکبر سلطانزاده په مشرۍ وشوه.
په غونډه کې له اجنډا سره سم د ترانسپورت وزارت د
تدارکاتو رییس، د سړکونو د ملي ادارې مالي او اداري مرستیال، د ترانسپورت وزارت
مالي او اداري معین او د سړکونو د ملي ادارې د طرحو او ډیزاین رییس په ګډون د
سړکونو د ساتنې، د ښار دننه ترانسپورتي بندرونو او د دولتي ادارو د ادغام په اړه بحث
او خبرې وشوې.
د کمیسیون غړو د رابلل شوو چارواکو څخه د درندو موټرو د
وزن د کنترول، د پایتخت د ترمینل د جوړیدو، د سړکونو د ساتنې او ګڼو نورو موضوعات
په اړه څخه پوښتنې وشوې.
د کمیسیون غړو همدا راز وویل چې د پروژو د پرانستلو او د
چارو د لا پرمختګ په موخه باید یادې ادارې له خپلو کړنو څخه د کمیسیون غړي خبر
کړي.
همدا راز د کمیسیون د غړو له خوا یو پلاوی وټاکل شو څو د
یادو ادارو کړنې وڅاري.
د کمیسیون په غونډه کې همدا راز وویل شول چې د ادارو
ترمنځ د نه همغږۍ له امله د ولسمشر د حکم پر اساس پنځه ادارې سره یو ځای شوي دي.
رابلل شوو چارواکو د وکیلانو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه
ورکولای و نه شول نو په همدې بنسټ پریکړه وشوه چې یادې ادارې دې په دې برخه کې ټول
اسناد کمیسیون ته په مکتوبي توګه واستوي.
د غونډې په بله برخه کې د افغانستان بریښنا شرکت د رییس
او د بلخ ولایت د بریښنا رییس په ګډون د بریښنا د بې کیفیته میترونو د قرارداد، د
کابل او نورو ولایتونو د بریښنا د ستونزو او د بریښنا د پوروړو څخه د پیسو د
راټولولو په اړه بحث وشو.
د بریښنا شرکت
رییس وویل چې میترونه د بریښنا ریاست نه راواردي بلکې هر شرکت کولای شي چې د آزاد
رقابت له لارې د میرتونو د راوړلو قرارداد واخلي.
د نړیوالو چارو کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د رییس هلمند
هلمند په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه کې له اجنډا سره سم د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجې
پر سند بحث وشو او د پخوانۍ پریکړې سره سم د ولسي جرګې د خدمتونو او څیړنو ریاست د
کارپوهانو لخوا د بودجې سند په اړه پرزنټیشن وړاندې شو.
د سلاکارانو لخوا په پیل کې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجې د
سند په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې شول چې د کمیسیون د غړو قناعت یې ترلاسه کړ.
ورپسې د بحث وروسته د بودجې په اجرایي اصولنامه کې یو
شمېر وړاندیزونه مطرح شول او په ټوله کې یې د بودجې په اړه لاندې وړاندیزونه مطرح
کړل:
۱ـ د بودجې له سند څخه دې د تیر کال پروژې لرې شي.
۲ـ هغه پروژې چې د خلکو اقتصاد پیاوړی کوي ور زیاتې دې
شي.
۳ـ د بودجې ویش د نفوسو او فقر ته په کتو ځکه نا سم کار
دی چې د نفوسو کره شمېره لا تر اوسه نه ده مالومه.
۴ـ د هر ولایت لپاره د پروژو په پام کې نیولو پر وخت
باید د یاد ولایت وکیلانو سره خبرې وشي.
۵ـ هغه پروژې چې په ولایتونو کې یې د پلي کیدو امکان لږ
وي پر ځای دې نورې پروژې ورکړل شي.
۶ـ د یوشمېر ولایتونو لپاره کمې پروژې په نظر کې نیول
شوي په داسې حال کې چې هغه ولایتونه ګڼو نورو پروژو ته هم اړتیا لري چې په وینا یې
باید ور ډیرې شي.
د تقنیني چارو کمیسیون غونډه ددې
کمیسیون د رییس غلام فاروق نظري په مشرۍ جوړه شوه.
په پیل کې د سارک سازمان د پرمختیایي صندق پر اساسنامه
چې د نړیوالو چارو کمیسیون لخوا دې کمیسیون ته د نظر ورکوني په موخه استول شوې وه بحث
وشو؛ دا چې د یاد سند په ځینو برخو کې د سود یادونه شوې وه او دا د اسلامي اصولو
خلاف عمل دی نو په همدې اساس یاد سند د کمیسیون د غړو لخوا رد شو.
د غونډې په دویمه برخه کې د افغانستان جمهوري دولت او
بلاروس جمهوري دولت ترمنځ د نظامي همکاریو پر هوکړه لیک بحث او خبرې وشوې.
دا چې یاد سند د افغان هوایي او ځمکني ځواک د پیاوړي
کولو په برخه کې مؤثر وبلل شو نو د ځینو تعدیلاتو سره سره د کمیسیون د غړو لخوا
تایید شو.
د غونډې پر دوام د تقنیني اسنادو د طی مراحل قانون په اړه د ولسمشر پر ۳۰۶ ګڼه
تقنیني فرمان د بحث په موخه د ګډې کمیټې د جوړولو په برخه کې د درې کسانو د ګمارنې
په موخه رایې وکارول شوې او یاد کسان ګډې غونډې ته ور و پیژندل شول.
په پای کې کمیسیون ته پر راغلو مکتوبونو او عرض پاڼو بحث
وشو او اړوندو مراجعو ته د وروستیو اجراتو په موخه اړینې لارښوونې وشوې.
ژباړونکی: هارون عبیدی
مصحح : رفیع الله امیني