اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

 

د ( ۱۳۹۸  کال د  وږي له ۱۶ د مرغومي تر ۳۰ نېټې)

 د ولسي جرگې  د دویم اجلاس د بهیر رپوټ

ملي شورا، د یوه لوړ تقنیني ارګان په توګه د افغانستان د وګړو د ارادو څرګندونکې ده چې د دې خاورې د ټولو اوسېدونکو استازیتوب کوي. ولسي جرګې د اساسي قانون او د هېواد د نورو نافذه قوانینو  او د خپلو کورنیو دندو د اصولو په رڼا کې، د امکان تر حده خپلې دندې او مسولیتونه ترسره کړي.

                       د ملي شورا ولسي جرګې د دویم اجلاس له پیله (د ۱۳۹۸ کال د وږي له ۱۶ د سلواغې تر ۲) (۵۴) عمومي غونډې ترسره کړي چې (۸) استجوابیه، (۲) استماعیه او (۴۴) عادي غونډې دي او همداشان یې په دې موده کې (۴۱) مصوبې صادرې کړي چې بشپړ جزییات یې په دې ډول دي:

د قانون جوړنې برخه؛

الف- تصویب شوي  تقنیني سندونه:

شمېر

د سند نوم

د تصویب نېټه

۱

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې تصویب.

۲/۱۱/۱۳۹۸

۲

د عامه او خصوصي مشارکت د قانون په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې، د (۳۱۴) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۱۰/۲۸

۳

د واټ د ترانسپورت د تنظیم قانون د یو شمېر مادو د تعدیل او لغوه په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۷/۱۲/۱۴نېټې، د (۲۷۰) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۱۰/۲۵

۴

تخنیکي او مسلکي زده کړې د ادارې د ارمنځته کولو په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۲/۱ نېټې، د (۱۱) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۱۰/۲۳

۵

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د یو شمېر مادو د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور رییس  ۱۳۹۶/۱۲/۱۴ نېټې، د (۲۶۹) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۱۰/۲۳

۶

د پستي خدمتونو د قانون د طرحې تصویب.

۱۳۹۸/۱۰/۲

۷

د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۷/۱۲/۱۴ نېټې، د (۳۵۰) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۹/۲۷

۸

د افغانستان اسلامي جمهوریت د تابعیت قانون د طرحې تصویب.

۱۳۹۸/۹/۶

۹

د ناریه وسلې، مهماتو او چاودېدنکو توکو د قانون د (۱) ضمیمې په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې، د (۳۰۷) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۹/۲

۱۰

د دولت د قضایا قانون د یو شمېر مادو د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۷/۱۲/۱۴ نېټې، د (۳۶۰) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۲۷

۱۱

د دولت د قضایا قانون د یو شمېر مادو د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې، د (۳۱۰) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۱۳۹۸/۸/۲۷

۱۲

د حقونو د تحصیل د طرز قانون د (۶۰) مادې د تعدیل په هکله، د جمهور رییس۱۳۹۷/۱۲/۱۴ نېټې، د (۳۵۸) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۲۲

۱۳

د حقونو د تحصیل د طرز قانون په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې، د (۳۱۵) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۲۲

۱۴

د عسکري محکمو د واک او تشکیل قانون د بیا ځلي انفاذ په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې، د (۳۱۳) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۱۵

۱۵

د سرتېرو د ذاتي چارو د قانون په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۱۲/۱۱نېټې، د (۳۴۸) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۱۳

۱۶

د اوبو د چارو تنظیم د قانون د طرحې تصویب.

۱۳۹۸/۸/۸

۱۷

د سوداګریزو محاکماتو د اصولو د قانون د (۳) ګڼې ضیمیمې په هکله، د جمهور رییس ۱۲۹۷/۱۲/۱۴ نېټې، (۳۵۱) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۶

۱۸

د اوسپنې پټلۍ د قانون په هکله، د جمهور رییس۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې، د (۳۲۱) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۱۳۹۸/۸/۶

۱۹

 د دولتي چارواکو د معاش د تنظیم د قانون په یو شمېر مادو  کې د تعدیل او ایزاد تصویب.

۱۳۹۸/۷/۲۴

ب- تصدیق شوې تقنیني سندونه:        

شمېر

د سند نوم

د تصویب نېټه

۱

د خواف او هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز د ودانۍ د تمویل په موخه، د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ایټالیا جمهوري حکومت ترمنځ د اوږدې مودې پور د هوکړه لیک تصدیق.

۱۳۹۸/۱۰/۲۵

۲

د سوداګرۍ د نړیوال قانون د بهرني حکمیت د پرېکړو د انفاذ او په رسمیت پېژندلو په هکله، د نیویارک د کنوانسیون تصدیق. (نیویارک، ۱۹۵۸)

۱۳۹۸/۱۰/۲۱

۳

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د عراق د جمهوریت ترمنځ، د هوايي خدمتونو د هوکړه لیک تصدیق چې د جمهوري ریاست له لوري د دلایلو په وړاندې کولو سره، له حق الشرط پرته مسترد شوی.

۱۲۹۸/۱۰/۱۸

۴

د افغانستان او ملګرو ملتونو د سازمان د جمعیت د صندوق ترمنځ د بنسټيزو همکاریو د هوکړه لیک تصدیق.

۱۳۹۸/۱۰/۱۸

۵

د آرملک-سبزک او قلعه نو د سړک جوړونې د پروژې د تمویل لپاره، اسان پور د ترلاسه کولو په هکله، د سعودي عربستان د انکشافي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق.

۱۳۹۸/۱۰/۱۶

۶

د (۱۸۰) میلیونه سعودي ریال په لګښت د کابل د حلقوي سړک د لومړي فاز د جوړولو په موخه د پور د ترلاسه کولو په هکله، د سعودي عربستان د انکشافي صندوق او  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق.

 

۱۳۹۸/۱۰/۱۶

۷

د (۱۸۷.۵) میلیونه سعودي ریال په لګښت په ټول هېواد کې د سل بابه ښوونځيو د جوړولو د هوکړه لیک تصدیق.

۱۳۹۸/۱۰/۷

۸

د واټ له لارې د  کالیو د نړیوال لېږد رالېږد د کنوانسیون تصدیق.

۱۳۹۸/۹/۱۶

۹

د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د اکراین د ملي دفاع وزارت ترمنځ د نظامي همکاریو د هوکړه لیک تصدیق.

۱۳۹۸/۸/۲۵

۱۰

د کالیو د قاچاق د اطلاعاتي بانک د جوړولو او د ایکو د غړیو هېوادونو د ګمرکي جرمونو په هکله، د هوکړه لیک تصدیق.

۱۳۹۸/۸/۲۰

۱۱

د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د ستراتیژیکې معاهدې تصدیق.

۱۳۹۸/۸/۲۰

۱۲

له فساد سره د مبارزې او شکایتونو د اورېدو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره، ایکو د سیمه ییز مرکز د اساسلیک تصدیق.

۱۳۹۸/۸/۱۱

۱۳

د نړیوالو شخړو د سوله ییز حل (نړیوالې داورۍ د دایمي محکمې اساسلیک) په هکله، د لاهه (۱۹۰۷) د کنوانسیون تصدیق.

۱۳۹۸/۷/۱۰

۱۴

د ستندرد جوړونې، انطباق د ارزیابي، د واک تایید او اندازه پېژندنې (ریسکام) د سیمه ییز انستیتوت د اساسلیک تصدیق.

۱۳۹۸/۷/۱۰





ج- رد شوي تقنیني سندونه:

شمېر

د سند نوم

د تصویب نېټه

۱

د پلټنې د عالي ادارې د قانون په یو شمېر مادو کې د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور رییس ۱۳۹۶/۱۰/۲۱ نېټې، د (۱۵۷) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کېدل.

۱۳۹۸/۱۰/۲۱

۲

د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو د قانون په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۶/۱۴ نېټې د (۳۰۶) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کېدل.

۱۳۹۸/۰۹/۱۳

 

۳

د معاملاتو د لارښوونې د قانون په ځینو مادو کې د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور رییس ۱۴/۱۳/۱۳۹۷ نېټې، د (۳۵۶) ګڼېه تقنیني فرمان لغوه کېدل.

۱۳۹۸/۰۸/۱۱

۴

د تجارتي محاکماتو د اصولو د قانون په ځینو مادو کې د ایزاد په هکله، د جمهو رییس د ۱۴/۱۲/۱۳۹۷ نېټې د (۳۵۲) ګڼې تقنیني فرمان لغوه کېدل.

۱۳۹۸/۰۸/۰۶

۵

د څارنوالۍ د تشکیل او واک د قانون په ځینو مادو کې د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور رییس د ۱۳/۱۲/۱۳۹۶ نېټې د (۲۶۸) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کېدل.

۱۳۹۸/۰۷/۲۲

 

نورې مصوبې:

۱ – په ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ نېټه د حکومت د کړنو د مطالعې او څېړنې په موخه د ځانګړي کمېسیون د رامنځته کېدو تصویب.

۲ – په  ۱۳۹۸/۱۰/۹ نېټه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رامنځته کېدو په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۸/۰۴/۰۶ نېټې، د (۳۳) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۳ – په ۱۳۹۸/۷/۲۹ نېټه د غور ولایت په چوکاټ کې د شورابه په مرکزیت د مرغاب (ولسوالۍ) د اداري واحد د رامنځته کېدو تصویب.

د پارلماني گروپونو برخه :

هغه پارلماني ګروپونه چې د دې اجلاس په ترڅ کې د کورنیو دندو د اصولو پر بنسټ د موجودیت اعلان کړی په لانډې ډول دي:

۱ – د عتیق الله رامین په مشرۍ د همصدا پارلماني ګروپ؛

۲ – د حفیظ الله جلیلي په مشرۍ د افغانستان د خلکو پارلماني ګروپ؛

۳ – د ښاغلي نجیب الله ناصر په مشرۍ د خلکو غږ پارلماني ګروپ؛

۴ – د آغلې رنګینې په مشرۍ د اقتدار او توسعیې پارلماني ګروپ؛

۵ – د آغلې ساهره شریف په مشرۍ د برلیک پارلماني ګروپ؛

۶ – د کلیمزي وردګ په مشرۍ د ملي پارلماني ګروپ؛

۷ – د قاضي میر افغان ساپي په مشرۍ د عدالت پارلماني ګروپ؛

۸ – د ګل رحمان همدرد په مشرۍ د تعادل پارلماني ګروپ؛

۹ – د روح الله خانزاده په مشرۍ د ملي اتفاق پارلماني ګروپ؛

د حکومت پر کړنو د څار برخه :

الف – استجوابیه غونډې :

۱ – د ځمکو ادارې د ادغام د څرنګوالي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کړنو او فعالیتونو، د هغو اپارتمانونو د نه جوړېدو چې پیسې یې د مخکې ورکړې په توګه اخیستل شوې دي او د اماراتو ښارګوټي د اپارتمانونو د بیې د تثبیت په هکله، د معلوماتو د وړاندې کولو او ښاغلیو وکیلانو سره د کتنو په موخه  په ټاکل شوې ورځ په دفترکې د هغه د نه حضور په هکله، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست وزیر جواد پیکار استجواب.۱۳۹۸/۷/۱

۲ – د پایدارې پراختیا د موخو په هکله، د اقتصاد د وزیر ښاغلي مصطفی مستور استجواب.۱۳۹۸/۷/۱۰

۳ – د روږدو کسانو د ډېرېدو او د هغو د وضعیت او د هېواد په کچه د نشه یي توکو د پیرلو د څرنګوالي په هکله، د عامې روغتیا د وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز او د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال ښاغلي محمد هاشم اورتاق استجواب.۱۳۹۸/۷/۱۷

۴ – له هېواده بهر د تازه مېوو په ځانګړي توګه د انارو، انګورو او مڼو د صادرېدو په هکله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني استجواب.۱۳۹۸/۸/۱

۵ – په ولایتونو کې د برېښنا د في کیلو واټ بیوو د توپیر او همدا شان د هېواد په کچه د هغه د کموالي په هکله، د برېښنا شرکت د لوی رییس ښاغلي امان الله غالب استجواب.۱۳۹۸/۸/۲۷

۶ – د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعیې په هکله، د مالیې وزارت د سرپرست ښاغلي همایون قیومي او د څېړنې د عالي ادارې د لوی رییس ښاغلي نعیم حقمل استجواب.۱۳۹۸/۹/۲۵

۷ – د دولتي ادارو په یو شمېر قراردادونو کې د فساد او په تدارکاتي پروسه کې د ځنډ په هکله، د ملي تدارکاتو د رییس ښاغلي الهام عمر هوتکي استجواب.۱۳۹۸/۱۰/۹

۸ – د کابل د هوا د ککړتیا په هکله، د کابل د ښاروال ښاغلي احمد ذکي سرفراز او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د مسلکي مرستیال ښاغلي انجنیر عزت الله صدیقي استجواب.۱۳۹۸/۱۰/۱۶

ب – استماعیه غونډې :   

۱- د ولسمشریزو ټاکنو په هکله، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنېزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون د چارواکو د رپوټ اورېدل. نېته ۱۳۹۸/۶/۲۵

۲- د هېواد په بهر او  د ننه د کډوالو د وضعیت په هکله، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت د وزیر ښاغلي سید حسین عالمي بلخي د رپوټ اورېدل. نېټه ۱۳۹۸/۶/۳۰

د جرګې دریځ نیونه:

الف- د غونډې پرېکړې

۱-  له بیا بیا رابللو وروسته هم د ولسي جرګې عمومي او د کمېسیونونو غونډو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست اجمل احمدي د نه راتلو او د ملت  د کور پر وړاندې یې د بې پروايي له امله، د ۲۳/۱۰/۱۳۹۸ نېټې په عمومي غونډه کې د لاندې مواردو په هکله، پرېکړه وشوه:

ü       له دې وروسته ولسي جرګه نوموړی د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست په توګه نه پېژني.

ü       د یاد وزارت په هېڅ یوه قرار داد کې یې لاسلیک د اعتبار وړ نه دی.

ü       هغه ګومارنې چې له دې یادې ڼېټې وروسته ترسره کېږي، د اعتبار وړ نه دي.

ü       د دولت درې ګونې قوې، ټولو سفارتونو او سیاسي نمایندګیو ته خبر ورکول کېږي چې نوموړی له دې وروسته، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه واک نه لري او لاسلیک یې په اړوندو سندونو کې د اعتبار وړ نه دی.

۲- د ماشوم د حقونو د ملاتړ په قانون کې د رامنځته شويو ستونزو د حل په موخه د ښاغلي امیرخان یار په مشرۍ د لس کسېز پلاوي ټاکل. ۱۳۹۸/۹/۲۳

۳-  د عمومي غونډې ته د استجواب په موخه، د مالیې وزارت د سرپرست ښاغلي همایون قیومي او د پلټڼې د عالي ادارې د عمومي رییس محمد نعیم حقمل رابلل، ۴/۹/۱۳۹۸

۴- د لوګر ولایت د هلکانو په ځینو ښوونځیو کې له زده کوونکو  او له  ځینو کارګرو ماشومانو څخه د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې په هکله، په ګارډین ورځپانه کې د خپرې شوي موضوع د څېړنې په تړاو د اته کسیز پلاوي ټاکل. نېته: ۱۳۹۸/۸/۲۵

۵- د کونړ ولایت د نارۍ ولسوالۍ او د پاکستان هېواد ترمنځ د سرحدي ستونزې په تړاو کونړ ولایت ته د اته کسیز پلاوي ټاکل او استول. ۱۳۹۸/۸/۲۲

۶- د ۱۳۹۷ مالي کال په قطعیې قناعت نه کول.

ب- د غونډې اعلامیې:

۱- د تلې په ۲۶ نېټه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې مبارکې ورځې د لمانځه په مراسمو کې د  ۷۰ تنو هېواد والو د شهادت  او د لسګونو نورو ټپي کېدو د پېښې په هکله، د اعلامیې صادرول. ۱۳۹۸/۷/۲۷

۲- پر کونړ ولایت د پاکستان لخوا د توغندیو د توغولو په هکله اعلامیه. ۱۳۹۸/۸/۶

۳- د پاکستان امنیتي سازمان(ISI) دفتر ته د افغانستان د سفیر د غیر ډیپلوماټیک احضارولو په هکله اعلامیه ۱۳۹۸/۸/۱۵

۴- د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په نړیواله ورځ د اعلامیې صادرول. ۱۳۹۸/۹/۴

د افغانستان د ملت درنو استازو!

د ولسي جرګې ښاغلیو غړیو د عمومي غونډې  د امتیازي ساعتونو په لړ کې له (۹۰۹) مواردو زیات د هېوادوالو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنېزو ستونزو یادونه کړې او د حل لارې یې عمومي غونډې ته وړاندې کړې، یاد شوي موارد د څېړنې، ارزونې او لازمو اجراآتو په موخه په کتبي بڼه اداري پلاوي، دایمي کمېسیونونو  او یا نورو اړونده مراجعو ته استول شوي دي.

د دایمي کمېسیونونو برخه :

د ولسي جرګې اوولسګونو دایمي کمېسیونونو د ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې د دویم اجلاس په لړ کې د بېلابېلو چارو له ترسره کولو سربېره له(۵۱) زیات تقنیني سندونه په خپل کاري آجنډا کې درلودل چې ټول یې له مطالعې  او څېړنې وروسته طی مراحل او اجرا کړي دي.

کمېسیونونو د دې اجلاس په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعګانو ټولې ( ۵۷۳) غونډې دایرې کړې دي، چې  (۳۳۱) عادي غونډې، (۱۴۶) استجوابیه غونډې، او (۹۶) استماعیه غونډې دي،

په همدې ډول دایمي کمېسیونونو په دې موده کې ولایتونو او بېلا بېلو ادارو ته د څارنې په موخه (۳۶)او څارنېز سفرونه درلودل، همدارنګه له مشرانو جرګې سره د اختلافي مواردو د حل په موخه، د قوانینو پر طرحه او د قوانینو د تعدیل پر طرحه (۹) ګډې غونډې جوړې کړې دي.

د یادونې ده چې دایمي کمېسیونونو د دې اجلاس په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې  (۲۶) لیدنې او څارنیز سفرونه درلودل او  (۱۹۳۲)  مورد د خلکو شکایتونه تر څېړنې او ارزونې لاندې نېولي او په هکله یې کړنې ترسره کړې دي.

همدارنګه د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې ټولې(۲۲) غونډې د ولسي جرګې د عمومي غوندې د اجنډا د ټاکلو په موخه جوړې کړې دي.

پاتې دې نه وي چې (۹) تقنیني سندونه د ولسي جرګې د ټولو رایو دو ثلثو تصویب ته منتظر دي، (۶۱) تقنیني سندونه تر اوسه په کمېسیونونو کې تر بحث لاندې دي او (۱۰) تقنیني سندونه د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ پلاوي غونډې جوړېدو ته منتظر پاتې دي.

دا و د ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کاري اجلاس د کړنو لنډ رپوټ چې ستاسې درانه حضور ته وړاندې شو.

په پاى كې د الله جل جلاله له درباره  تاسې ټولو ته د برياليتوبونو او خوښيو ترڅنگ د ښو رخصتيو هيله كوو.

ومن الله التوفیق