اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د وري ۱۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

عمومي غونډه د کب ۲۱ مه

ولسي جرګې د سولې پلاوي کې د ګډون په موخه د دې جرګې استازي معرفي کړل.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې چې د دې جرګې د لومړي نایب میرزا محمد کټوازي په مشرۍ پیل او د ولسي جرګې د رییس میر رحمن رحماني په مشرۍ یې دوام وکړ وکیلانو د پنځو هغو غړو د ټاکلو په اړه بحث او خبرې وکړې چې د طالبانو سره د مذاکرتو په موخه د افغان دولت لخوا ټاکل کیدونکي پلاوي غړیتوب به ولري.

د جرګې یو شمېر غړو د دې پلاوي د معرفي کولو په برخه کې میلیتي جوړښت ته پاملرنه اړینه وبلله ویې ویل چې باید یاد پلاوی د لسي جرګې لخوا ملي یوالي استازولي هم وکړي خو ځینو نورو وکیلانو د یاد اصل پرځای د تخصص اصل ته ترجیح ورکوله.

د بحث وروسته اته تنه غړي د دې لپاره وټاکل شول چې د یاد پلاوي په موخه د جرګې له غړو څخه پنځه تنه وکیلان غوره کړي. ملك قيس، علم خان آزادي،صديق احمد عثماني،عرفاني، غلام حسين ناصري، حميده اكبري، قادري او محمد خان وردك هغه اته تنه غړي ول چې د سولې پلاوي د غړو د ټاکلو واک ورکړل شو.

دې اته تنه غړو وړاندیز وکړ چې د سولې پلاوي کې د ګډون په موخه دې د جرګې شل تنه غړي ځانونه نوماندان کړي او د هغوی ترمنځ به بیا اته کسیز پلاوی پچه اچونه وکړي او په دې توګه به د سولې پلاوي کې د ګډون په موخه پنځه تنه غړي وټاکل شي.

صدیق احمد عثماني وویل چې د دې پلاوي په ټاکلو کې به ملیتي جوړښت او تخصص ، دواړو ته ارښت ورکول شي.

په پایله کې عبدالرووف ابراهيمي، غلام فاروق نظري، قاضي نذير احمد حنفي، داكتر فاطمه عزيز او فريده حميدي د سولې پلاوي کې د ګډون په موخه د پچې اچونې له لارې وټاکل شول.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال د لومړي اجلاس د پرانستې په مراسمو د دولت د سولې پلاوي په تشکیل کې د ګډون په موخه د ولسي جرګې څخه غوښتنه کړې وه چې پنځه تنه غړي چې درې یې نارینه او دوه هغه یې ښځینه وي حکومت ته ور و پیژني.

د جرګې په چهارشنبې ورځې غونډه د منشي ټاکلو په موخه هم ټاکنې وشوې، نصيب مقبل،عبدالقادر قلاتوال، فرزانه كوچۍ، خالد اسد او ډاكتر محمد نسيم مدبر له هغو وکیلانو څخه ول چې د منشي څوکۍ ترلاسه کولو په موخه یې ځانونه نوماند کړي ول.

د عمومي غونډې نصاب ۲۰۱ و چې باید بریالي نوماند ۱۰۲ رایې خپلې کړې وې څو د جرګې د منشي په توګه غوره شي.

د ټاکنو پروسې په پایله کې عبدالقادر قلاتوال  17 د تایید رایې، فرزانه كوچۍ 36 ، خالد اسد 37 ، نصيب مقبل 16 او داكتر محمد نسيم مدبر 78 تایید رایو په ترلاسه کولو سره یو یې هم و نه توانیدل چې پنځوس جمع یو رایې ترلاسه او د جرګې د منشي په توګه وټاکل شي.

په همدې توګه پریکړه وشوه چې راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې به د خالد اسد او ډاکټر نسیم مدبر ترمنځ چې د چهارشنبې ورځې غونډه کې یې تر نورو نوماندانو ډیرې رایې ګټلې وې د منشي څوکې د ګټلو لپاره ټاکنې وشي.

د یادونې ده چې د عمومي غونډې په څنډه کې د جرګې غړو د کرونا وایروس د خپریدو په اړه هم بحث او خبرې وکړې او په دې تړاو یې اندیښنې څرکندې کړې.

یو شمېر وکیلانو وویل چې له ایران څخه افغان کډول په دیره چټکۍ سره بیرته هېواد ته راستنیږي او د روغتیايي برخې کارکوونکي نشي کولای چې یاد کډوال په پوره توګه ټسټ کړي.

د ولسي جرګې رییس د جرګې د روغتیا کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې د یاد وایروس څخه د مخنیوي په موخه د روغتیايي چارواکو په ګډون اضطراري غونډه وکړي.

ژباړونکی: هارون عبیدي

مصحح : رفیع الله امیني