اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

له قانون څخه د څار او مرکزي پلټنې کمېسیون د اداري پلاوي لپاره ټاکنې تر سره کړي.

د کمېسیون غونډه د موقت رییس شیرمحمد اخند زاده په ریاست تر سره شوه.

د غونډې په پیل کې هر یو ملک قیس نور اغا او انجنیر کمال صافی د کمېسیون د رییس په توګه ځانونه نوماند کړل چې په پایله کې ملک قیس نوراغا د ۷ مثبتو رایو په اخیستو سره له قانون څخه د څار او مرکزي پلټنې کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

د غونډې په بله برخه کې د لومړي مرستیالۍ ته هر یو شاه پورخان حسین زوی او فاطمه کوهستاني ځانونه نوماند کړل چې د ټاکنو په پایله کې شاه پور خان حسین زوی د ۷ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د کمېسیون لومړي مرستیال غوره شو.

په پای کې منشي څوکۍ ته سیمین بارګزي ځان نوماند کړ دا چې له نوموړي سره څوک په رقابت کې نه ول د رایو په اکثریت سره د کمېسیون د حاضرو غړو له لوري د کمېسیون منشي وټاکل شوه.

د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې کمېسیون غونډه د کورنیو اصولو سره د موقت رییس سید حیات الله عالمي په ریاست جوړه شوه.

په پیل کې د موقت رییس د یاد کمیسیون د ریاست، نیابت او منشي څوکیو ته له نوماندانو وغوښتل چې یادو څوکیو غوښتنلیکونه وړاندې کړي چې خان محمد وردک او احمد جاوید جیحون ریاست لپاره محمد رضا خوشک وطن دوست او سید ظاهر مسرور د نیابت لپاره او فوزیه ناصر یار د منشي څوکۍ لپاره نوماندان شول. او هر یو په خپل وار راتلوونکې پلانونه او برنامې د کمیسیون غړو ته وړاندې کړې.

د غونډې پر دوام د یادو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې احمد جاوید جیحون د طبیعي سرچینو او چاپریال ساتنې کمیسیون د رییس په توګه سید ظاهر مسرور د کمیسیون د نایب په توګه او فوزیه ناصر یار د رایو په اکثریت سره د کیمسیون د منشي په توګه وټاکل شول.

د دفاعي چارو او ارضي تمامیت کمیسیون غونډه د کورنیو اصولو سره سم د نیابت څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د یاد کمیسیون د رییس میرحیدر افضلي په ریاست غونډه جوړه شوه.

د سې شنبې په غونډه چې د نیابت څوکۍ لپاره غفار خان، بسم الله جان محمدي او غلام ولي افغان ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې يې هیڅ یو ونتوانیدو چې ټاکلې رایې ترلاسه کړي.

چې غفار خان او بسم الله جان محمدي زیاتې رایې ترلاسه کړې وې او دوهم ځل لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې د رایو په اکثریت سره غفار خان د نیابت څوکۍ ترلاسه کړه.

مصحح : رفیع الله امیني