اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د وري ۱۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

عمومي غونډه د کب ۲۶ مه

ولسي جرګې د عامې روغتیا وزیر، د بهرنیو چارو سرپرست، د کډوالو او بیر راستنیدوونکو چارو وزیر او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال استماعیه غونډې ته رابللي ول.

د عامې روغتیا وزیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ، کډوالو او بیرته راستنیدوونکوچارو وزیر او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارست مرستیال هېواد ته د ایران څخه د کډوالو د بیرته راستنیدو او د هرات په ګډون د څو نورو ولایتونو کې د کرونا وایروس د خپریدو او همدا راز د دې وایروس سره د مبارزې په برخه کې د یادو وزارتونو د چمتوالي په اړه د ولسي جرګې غړو ته مالومات ورکړل.

د ولسي جرګې د یکشنبې ورځې فوق العاده استماعیه غونډه کې چې د دې جرګې د رییس میر رحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوه د ملت استازو د ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه درلودل.

سره له دې چې د یکشنبې ورځې عمومي غونډه د کرونا وایروس د مخنیوي د لارو چارو په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه د ملت استازو د هېواد سیاسي وضعیت، امنیت حالت او د سولې د خبرو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

یو شمېر وکیلانو وویل چې د دوو کسانو ولسمشر غني او عبدالله عبدالله لخوا په یوه وخت د لوړې مراسمو ترسره کیدل د اندیښنې وړ دي او د وکیلانو په وینا دا په داسې حال کې چې هېواد له هره اړخه په حساس مرحله کې قرار لري او تازه د کرونا نړیوال وایروس سره لاس او ګریوان شوی نو د هغوی په وینا یادې سیاسي ناندرۍ باید ژر تر ژره حل شي.

وکیلانو وویل چې د وسله والو طالبانو سره بین الافغاني خبرو تر پیلیدو څخه وړاندې باید کورني اختلافات حل او فصل شي.

د ملت استازو همدا راز له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې په وینا یې د ټاکنو پرمهال یې خپله بې طرفي وساتله او د هغوی په وینا په راتلونکې کې هم باید له امنیتي ځواکونو سیاسي ګټه پورته نشي.

د ولسي جرګې غړو له اداري پلاوي څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د ولسي جرګې په استازولۍ یو پلاوی وټاکل شي څو د ارګ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ راپورته شوې ناندرۍ حل کړي.

وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د نورو اقداماتو په اړه چې د طالبانو د بندیانو خوشې کول او بین الافغاني خبرو پیل دی هغه دوه موضوعات ول چې د جرګې غړو پرې بحث وکړ.

هغوی وویل چې د بندیانو د خوشې کیدو په صورت کې باید ډاډ ترلاسه شي چې هغوی د جګړو کرښو ته نه ورګرځي.

وکیلانو همدا راز پر وسله والو طالبانو نیوکه وکړه چې په وینا د سولې د هوکړې خلاف یې بیرته جګړې ته زور او په ګڼو ولایتونو کې یې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د غور استازو وویل چې په دې وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پوستو باندې بریدونه کړي چې په پایله کې یې د عامه نظم یو شمېر سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملت استازو د کابل په غربي سیمه کې څو ورځې وړاندې د عبدالعلي مزاري د تلین په غونډه د شوي برید یادونه وکړه؛ هغه یې ناوړه کار وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د یاد برید څرنګوالی په کره توګه وڅیړي.

د ولسي جرګې غړو همدا راز د دوو اوونیو راپه دیخوا د سپین بولدک چمن لارې د تړل کیدو او له امله یې سوداګرو ته د اوښتي زیان څخه هم یادونه وکړه.

د غونډې پر دوام د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني هم ټینګار وکړ چې ولسي جرګه به حکومت کې راپورته شوې سیاسي ستونزې د حل په موخه منځګړیتوب وکړي.

د ولسي جرګې رییس همدا راز له اړوندو کمیسیونونو څخه وغوښتل چې د کابل د ورستي برید د څیړلو او د سپین بولدک د لارې د تړل کیدو په تړاو اړوند چارواکي وپوښتي.

ورپسې له اجنډا سره سم په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ، د طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز،د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید عالمي بلخي او د سرحدونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر په غونډه کې ګډون وکړ؛ د کرونا وایروس د خپریدو د څرنګوالي او پر وړاندې یې د حکومت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت له هڅو څخه یادونه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر وویل چې په هېواد کې تر دې مهاله د کرونا شپاړلس مثبتې پیښې ثبت شوي چې ۱۱ یې په هرات، ۳ په سمنګانو، ۱ په مزار او۱ په کاپیسا کې ثبت شوې ده.

د هغه په وینا ټول اخته کسان په وروستیو کې له ایران څخه راستانه شوي دي.

فیروز الدین فیروز د وکیلانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د ایران سره پولې نه تړل کیږي؟ وویل چې له دې پولو څخه هېوادوال افغانستان ته راستنیږي او په وینا د افغانانو پر وړاندې د افغانستان پوله تړل د اساسي قانون خلاف کړنه ده نو ځکه یې نه تړي.

د عامي روغتا او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیرانو وویل چې دا مهال په ورځنۍ توګه له څوارلسو تر پنځه لسو زرو هېواداوال له ایران څخه خپل هېواد ته راستنیږي چې په وینا یې له دې ډلې څخه اویا سلنه یې د کرونا وایروس څخه د ویرې او د یاد وایروس د خپریدو له امله په ایران کې د وزګارتیا د ډیرویدو له امله هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر همدا راز وویل چې د کرونا وایروس له امله تر اوسه دې وزارت ته په ایران کې د لسو تنو افغان کډوالو د مړینې خبر را رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې د کرونا وایروس سره مبارزه د ډیرو پیسو او امکاناتو پر ځای د خلکو همکارۍ او پاملرنې پورې مربوطه چاره ده.

د عامې روغتیا وزیر او د ولسي جرګې د عامې روغتیا کمیسیون وړاندیز وکړ چې د یاد وایروس د مخنیوي په موخه دې د ولسي جرګې غونډې هم د یو څه مودې لپاره وځنډیږي خو دا وړاندیز د جرګې د ګڼو غړو له مخالفت سره مخ شو او دا پریکړه و نه شوه.

له همدې سره غونډه هم پای ته ورسیده.

خبریال: هارون عبیدي

مصحح : رفیع الله امیني