اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
سه شنبه ٬د تلې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د ولسي جرګې د رییسانو کمیټې د دې جرګې د رییس میر رحمن رحماني په مشرۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې لومړي نایب دمحمد میرزا کټوازي، دویم نایب غلام عباس ابراهیم زاده، نایب منشي حجت الله خردمند، او د دایمي کمیسیونونو رییسانو ګډون کړی و.

په پیل کې د ولسي جرګې رییس د کرونا وژونکې ناروغۍ د خپریدو او پرې د یو شمېر هېوادوالو د اخته کیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه او دایمي کمیسیونونو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې ناروغۍ د لا خپریدو د مخنیوي په موخه یوه جامع طرحه جوړه کړي.

د غونډې پر دوام د دایمې کمیسیونونو رییسانو د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه د جرګې له رییس سره شریک کړل چې د بحث او نظر ورکولو وروسته د جرګې رییس د روغتیایي چارو، ځوانانو، بدني روزنې او ورزش کمیسیون ته لارښوونه وکړه چې په  27/12/ 1398 نیټه کې دې د هغو وکیلانو په ګډون چې د روغتیا په برخه کې تخصص لري او خبره خلک دي ګډه غونډه جوړه او د خپلو بحثونو پایلې د راتلونکې چهار شنبې ورځې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز په غونډه کې د کاپیسا او هرات ولایتونو وکیلانو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو ولایتونو راپورونه 28/12/1398 نیټه غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د رییسانو کمیټه غونډه کې د ولسي جرګې نایبانو ته لارښوونه وشوه چې د منشي څوکۍ ټاکنو کې راپورته شوې ستونزه حل او پایلې یې له عمومي غونډې سره شریکې کړي.