ولسي جرګې د سه
شبنې ورځی د کمیسیونونو په غونډو کې په
بیلا بیلو موضوعات بحث او خبرې وشوی .
د مرکزي تفتیش
کمیسیون غونډه د دې کمیسیون
د رییس ملک قیس نور آغا په مشرۍ جوړه شوه.
په پیل کې د کمیسیون
غړو د یو شمېر موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ، د ادارو او وزارت خونو د کړنو او
راتلونکو پلانونو په اړه یې نظرونه ورکړل؛ چې په پایله کې پریکړه وشوه چې نوي کال
کې دې ټولی ادارې خپل تدارکاتي پلانونه په رسمي توګه دې کمیسیون ته
واستوي څو یې په اړه تصمیم ونیول شي.
همدا راز د کمیسیون
په غونډه کې له ټولو بودجوي واحدونو څخه وغوښتل شول چې راتلونکي کال کې د مهال ویش
سره سم د اداري فساد او اقتصادي ستونزو سره دمبارزې په برخه کې د خپلو څېړنو پایلې
له کمیسیون سره شریکې کړي
په پای کې د ننګرهار
ولایت د ښوونکو د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کال د قوس میاشتې د تنخواو په اړه مکتوب چې د دې
کمیسیون لخوا پوهنې وزارت ته استول شوی و بحث وشو او پریکړه وشوه چې په دې تړاو دې
د پوهنې وزارت لاس په کار شي.
د کورنیو چارو
او ملي امنیت کمیسیون
غونډه د دې کمیسیون د رییس خان آغا رضايي په مشرۍ جوړه شوه.
په پیل کې د کمیسیون
غړو د هېواد د امنیتي حالاتو په اړه خبرې وکړې چې په پایله کې اړوندو ادارو ته
اړینې لارښوونې وشوې.
همدا راز په غونډه کې
د هېواد د روان حالت، د دوو ولسمشرانو شتون او د رامنځته شوې ستونزې په اړه د ملي
امنیت شورا دریځ، د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو او د سولې د وروستیو
پرمختګونو په اړه بحث وشو چې په پایله کې د کمیسیون غړو پریکړه وکړه چې د کورنیو
چارو سرپرست وزیر، ملي دفاع وزارت سرپرست رییس، د ملي امنیت عمومي سرپرست رییس او
د سیمه ایزو ارګانونو رییس د کمیسیون راتلوونکې غونډه کې ګډون وکړي د کابل او نورو
ولایتونو د امنیتي حالت په اړه د کمیسیون غړو ته مالومات ورکړي.
همدا راز د کمیسیون
په غونډه کې د اتمې امنیتي حوزې د منسوبینو لخوا د پروان ولایت استازي اکبر سلطان
زاده سره د ناسم چلند په اړه خبرې وکړې او پریکړه وشوه چې د کمیسیون لخوا د نسیم
مدبر په مشرۍ او د عبدالستار حسیني او ډاکټر ضیاء اریانژاد په غړیتوب پلاوې یاده
موضوع وڅیړي او پایلې یې له کمیسیون سره شریکې کړي.
د دیني، او
فرهنګي چارو کمیسیون
غونډه د دې کمیسیون د رییس امیرګل شاهین په مشرۍ جوړه شوه.
د کمیسیون په غونډه
کې د کرونا وایروس د خپریدو او له امله یې د خلکو د اندیښنو په اړه بحث او خبرې
وشوې او له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل شول چې د یاد وایروس د لا خپریدو مخه دې ډپ
کړي.
همدا راز د کمیسیون
غړو له هېوادوالو څخه وغوښتل چې کاري سیمو او کورنیو کې خپلې روغتیا ته پام وکړي.
د غونډې په دویمه
برخه کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د څارنې په اړه د کمیسیون د راتلوونکو
پلانونو په اړه هم بحث او خبرې وشوې او اړین تصمیمونه ونیول شول.
د عدلي او قضايي چارو
کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د مؤقت رییس خدا داد عرفاني په مشرۍ وشوه.
د کمیسیون په غونډه
کې له اجنډا سره سم د اداري پلاوي ټاکنې وشوې چې په پایله کې محمد علي محقق د رییس
په توګه، ننګیالې لونګ د مرستیال او نیکبخت فهیمي د منشي په توګه غوره شول.
د
دفاعي چارو کمیسیون
غونډه د دې کمیسیون د رییس انجنیر میر حیدر افضلي په مشرۍ وشوه.
د کمیسیون په غونډه
کې له اجنډا سره سم د خونو د تنظیم چارو
قانون په اړه د ولسمشر د ۳۴۹ ګڼه تقنیني فرمان او په یاد قانون کې د ملي اقتصاد
کمیسیون د تعدیلاتو په اړه بحث وشو چې په پایله کې د یولسمې مادې لمړۍ فقرې اصل
متن او پاتې تعدیلات د کمیسیون لخوا تایید شول .
د کوچیانو ، کاراو
ټولنیزو ، شهیدانو او معلولینو ، کډوالو او بیځایه شویو چارو کمیسیون غونډه د دې
کمیسیون موقت رییس الحاج پرویزعرب زاده په مشرۍ جوړه شوه .
په دې غونډه کې دولسي
جرګې لومړي مرستیال ښاغلی الحاج محمد میرزا کټوازي او محترم نایب منشي ښاغلي حجت
الله خردمند هم حضور درلود . په پیل کې اجنډا د ولسي جرګې د کمیسیونونو د کورني
وظایفو سره سم د کمیسیون د منشي لخوا ولوستل شوه . لمړې د کمسیون د اداري پلاوي د
ټاکلو په هکله بحث ترسره شو چې د کمیسیون غړو د رایو په اتفاق سره الحاج شاه وزیر
تره خیل یو ځل بیا د اوولسمې تقنیني دوری
دوهم اجلاس د کمیسیون د رییس مریم سلېمان خیل د کمیسیون د مرستیال او حاجی رسول
خان کوچې د منشي په توګه وټاکل شول ، د غونډې په بله برخه کې الحاج شاه وزیرتره
خیل په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې په روانه تقنیني دوره کې به انشا الله
دافغانستان مظلوم ملت په ځانګړي ټوګه د
کوچي قشر او شهیدانو ورثولپاره به له همدغه اداری څخه نه ستړی کیدونکي هلې ځلې وکړم .
دغونډې
په پای کې د کمیسیون دغړو لخوا الحاج شاه وزیر تره خیل ته لونګۍ ور وتړل شوه او د
کمیسیون غړو لخوا ورته مبارکي وویل شوه او د لوې الله له درباره ورته دلازیاتو
بریاوو هیله وشوه چې ورسته غونډه په دعاییه سره پای ته ورسیده .
ژباړن:
هارون عبیدي.
مصحح
: رفیع الله امیني