اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
سه شنبه ٬د تلې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

عمومي غونډه د کب ۲۸ مه

ولسي جرګې په هېواد کې د کرونا وایروس د پیښو د ثبتیدو او د سیاسي ناندریو د ډیریدو په اړه اندیښنه وښودله.

د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې چې د دې جرګې د رییس میر رحمن رحماني په مشرۍ وشوه د جرګې غړو په هېواد کې د کرونا وایروس د مثبتو پیښو د ثبتیدو په اړه اندیښنه ښکاره کړه، په دې اړه یې د عامې روغتیا له خوا ورکړل شوي ارقام ناسم وبلل او ویې ویل چې تر دې شمېرې ډیر هېوادوال په یاد وایروس اخته شوي چې په وینا یې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې رښتیا نه وایي.

د جرګې غړو وویل چې هېواد ته په ورځنۍ توګه زرګونو هېودوال له ایران څخه بیرته هېواد ته راستنیږي چې د وکیلانو په وینا د یادو هېوادوالو د ټسټ په اړه هیڅ ډول تدابیر په پام کې نه دي نیول شوي.

په غونډه کې همدا راز د هرات له روغتون څخه د کرونا وایروس مشکوکو یو شمېر نا روغانو د تیښتې په اړه هم اندیښنه وښودله ویې ویل چې یادو مشکوکو ناروغانو د امکاناتو د کمښت او د ټسټ د پایلو د ځنډیدو له امله د روغتون څځه تیښته کړېده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د عامې روغتیا کمیسیون د یاد وایروس په اړه د راپور وړاندې کولو په ترڅ کې د دې ستونزې په اړه د عامه پوهاوي پر ډیریدو ټینګار وکړ.

د دې کمیسیون غړی نجیب الله ناصر چې د کمیسیون راپور یې جرګې ته لوستو په ټول هېواد په ځانګړې توګه امنیتي سکتور کې ددې وایروس د خپریدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

 د ولسي جرګې د عامې روغتیا کمیسیون له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې د هېواد په پولو کې د یاد وایروس د مخنیوي لپاره د ټست پوره چمتوالی ونیسي.

د محفلونو د جوړولو څخه ډډه کول، د دولتي سکتور لخوا د عامه پوهاوي پر ډیریدو ټینګار، او د ولسي جرګې د عمومي غونډو پر کمولو ټینګار نور هغه موضوعات ول چې د روغتیا کمیسیون یې وړاندیز وکړ.

د روغتیا کمیسیون د راپور له وړاندې کیدو وروسته د غونډو د راکمولو موضوع رایې ورکوونې ته وړاندې شوه چې په پایله کې د ۲۳ رایو پرته د رایو په اکثریت سره پریکړه وشوه چې ولسي جرګه به په اونۍ کې یوه ورځ هره چهار شنبه عمومي غونډه کوي او نور ورځو کې به عمومي کمیسیونونو کې خپلې چارې پرمخ بیایي.

په هېواد کې د کرونا وایروس د مثبتو پیښو د ثبتیدو سره سم په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي چې د جرګې غړو په دې اړه هم اندیښنه ښکاره کړه او له چاروکو یې وغوښتل په بازارونو کې د توکو بیې وڅاري او د ځینو سوداګرو لخوا یې د احتکار کول حرام وبلل؛ د دې چارې پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د جرګې یو شمېر غړو د ځینو دکانونو د تړل کیدو په اړه د اړوندو چارواکو اقدام وستایه خو ویې ویل چې دا کړنې کافي نه دي او په وینا یې دا چاره باید ټول هېواد ته وغزول شي.

دسیاسي ناندریو ‌ډیریدل او د ارګ او سپیدار ماڼيو ترمنځ د اختلافاتو د ډیریدو په اړه هم د چهار شنبې ورځې غونډه کې اندیښنه څرګنده کړه او د کرونا وایروس او کډوالو د بیرته راستنیدو په پرتله یې سیاسي اختلاف د ډیرې انديښې وړ وبلل.

یو شمېر وکیلانو د ولسي جرګې د صلاحیت او حیثیت ته په کتو له اداري پلاوي څخه غوښتل چې د راپورته شوو سیاسي ناندریو د حل په برخه کې ګام پورته کړي.

د غونډې پر دوام د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني هم د ارګ او سپیدا ترمنځ پر منځګړیتوب ټینګار وکړ ویې ویل چې چې ډیر ژر به له هر ولایت څخه یو وکیلا و ټاکل شي څو د ارګ او سپیدار ترمنځ د منځګړي توب په موخه جوړیدونکي پلاوي کې ګډون وکړي.

په عموي غونډه کې د کمیسیونونو د رییسانو پر نه ګډون نیوکه، په زابل کې د نا قانونه پیسو په اخیستو نیوکه، بلخ کې د بریښنا ستونزه، نا مسؤوله کسانو ته د نا قانونه وسلو پر ویش اندیښنه او د سپین بودلک لیارې تړل کیدو په اړه اندیښنې نور هغه موضوعات ول چې د جرګې د چهاشنبې ورځې غونډه کې د ملت استازو یاد کړل.

ښاغلي رحماني اړوندو کمیسیونونو لارښوونه کړه چې په امتیازي وخت کې مطرح شوي موضوعات له اړوند چارواکو سره شریک او حل یې کړي.

د غونډې پر دوام چې د دې برخې مشري لومړي نایب میرزا محمد کټوازي کوله میر محمد افضلي د کاپیسا ولایت، حاجي محمد هاشم د فاریاب ولایت، او حمیدالله حنیف د هرات ولایت راپورونه عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

د وړاندې شوو راپورونو له مخې امنیتي ستونزو او جنایي پیښو ډیریدل، د پرمختیایي پروژو نه بشپړیدل، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې شته ستونزې، وزګارتیا، بریښنا کمښت، د کرونا وایروس په اړه اندیښنې او د روغتیایي توکو کمښت هغه موضوعات ول چې یادو راپورونو کې وړاندې شول.

په کاپیسا ولایت کې د پولیسو کمښت او د زده کړیالانو لپاره د مناسبې لیلیې نشتون، په هرات کې د ترافیکو پولیسو کمښت او په ګمرکونو کې فساد، په فاریاب کې د شه یي توکو سره د مبارزې کمښت او د نسایي برخې د ډاکټرانو کمښت له نورو ستونزو څخه ول چې د جرګې غړو یاد کړل.

ژباړونکی: هارون عبیدي