اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
سه شنبه ٬د تلې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د نیالګیو کښېنولو کمپاین

د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني؛ لومړي نایب میرزا خان کټوازي؛ د دې جرګې د دارلانشاء لوی رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست، د دارلانشاء ریاست د مرستیال او د یاد عمومي ریاست د ګڼو نور رییسانو لخوا د ملي شورا په انګړ کې د نا مثمره ونو او بوټو د کښینولو او کرلو په ترڅ کې د نیالګیو کښینولو کمپاین وشو.

په دې کمپاین کې یو شمېر نا مثمره نیالګي او بوټي د پارلمان د نوې ودانۍ د لا ښکلا په موخه د یادې ودانۍ په انګړ کې کښینول شول.

د ولسي جرګې رییس او د دې جرګې د دارلانشاء لوی رییس د یادو نیالګیو د کښینولو پر مهال له هېواداولو وغوښتل چې د خپلو سیمو د لاښکلا او سمسورتیا په موخه ونې او نیالګي کښینوي.

د ولسي جرګې یادو چارواکو هیله څرګنده کړه چې راتلونکی پسرلی د هېواد لپاره د سولې، هوساینې او پرمختګ لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لارښوونې سره سم په روانه میاشت کې د ګڼو ولایتونو د والیانو او ښاروالیو لخوا په زرګونو ونې او نیالګي د یادو ولایتونو اړوند پارکونو او شنو سیمو کې کښینول شول.