اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

ولسي جرګې د کمیسیونونو په غونډو کې په بیلا بیلو موضوعات بحث او خبرې وشوی

د نړیوالو چارو کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د مرستیال ګل احمد کمین په مشرۍ جوړه شوه.

د کمیسیون په غونډه کې له اجنډا سره سم د کرونا وژونکي وایروس او په ایران کې د هغو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وشوې چې د یاد وایروس د ټست په برخه کې ستونزې لري.

د کمیسیون په غونډه کې پریکړه وشوه چې په دې تړاو د عامې روغتیا وزارت، ماليې وزارت او د بهرنیو چارو وزارت مسؤولان د کمیسیون غونډو ته را وبلل شي.

د کمیسیون غړو ټینګا وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي چې د کمیسیون د روانې وري میاشتې لسمې نیټه غونډه کې رابلل شوي په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم وغږول شي.

همدا راز د کرونا وایروس د لا خپرییدو د مخنیوي، وقایوي لارو چارو او د یاد وایروس پر وړاندې د عامه پوهاوي د ډیریدو په موخه به د عامې روغتیا وزارت مسؤولان د کمیسیون د روانې میاشتې ۱۲ مه نیټه غونډه کې ګډون او د ملت استازو ته به مالومات ورکړي.

د غونډې پر دوام کمیسیون ته په راغلو تقنیني سندونو بحث وشو چې په پایله کې د سوداګرۍ خونو قانون، د ګمرکونو قانون او د افلاس قانون د کمیسیون یو یو تن سلاکارانو ته وسپارل شول څو ویې څیړي او پایلې یې د وروستۍ پریکړې په موخه د کمیسیون غونډې ته وړاندې کړي.

په پای کې کمیسیون ته پر راغلو مکتوبونو او عرض پاڼو بحث وشو او اړوندو مراجعو ته یې د وروستیو اجراتو په موخه اړینې لارښوونې وشوې.

د عدلي، او قضايي چارو، اداري اصلاحاتو او اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د رییس محمد علي محقق په مشرۍ جوړه او د اداري فساد د قانون په اړه د ولسمشر ۳۲۷ ګڼه تقنیني فرمان په اړه پکې بحث او خبرې وشوې چې په پایله کې یو شمېر تعدیلات وارد او دایمي کمیسیونونو ته یاد قانون استولو ته چمتو شو.

د غونډې په دویمه برخه کې د اداري فساد سره د مبارزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د لویې څارنوالۍ د معاونیتونو د جوړیدو په اړه د ولسمشر د ۲۶۸ ګڼه تقنیني فرمان د لغوه کیدو په تړاو د ولسي جرګې د مصوبې د رد په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ پر دلایلو بحث او خبرې وشوې ؛ په دې تړاو د حکومت دلایل غیر مؤجه او د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر د ۳۲۷ ګڼه تقنیني فرمان د څلویښتمې مادې خلاف وبلل شول