اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د غبرګولی ۱۸ مه ۱۳۹۹

ولسي جرګې د کمیسیونونو په غونډو کې په بیلا بیلو موضوعات بحث او خبرې وشوی

د مرکزي تفتیش او دقانون د پلي کیدا څخه د څار کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د رییس ملک قیس نور آغا ملکزي په مشرۍ جوړه شوه.

په پیل کې د کمیسیون رییس او غړو د وزارتونو دتدارکاتي پلانونو په اړه چې دې کمیسیون ته را اسوتل شوي ول بحث وکړ او پریکړه وشوه چې د کمیسوین سلاکاران او کارپوهان یاد پلانونه وشني او پایلې یې د کمیسیون راتلونکې غونډه ته وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې د تفتیش عالي ادارې د قانونو پر طرحې بحث وشو؛ دا چې د کمیسیون د غونډې نصاب پوره نه و په دې اړه لابحث او پریکړه راتلونکې غونډه ته و ځنډول او د کمیسیون له غړو څخه وغوښتل شول چې کمیسیون په غونډو کې چې د شنبې، یکشنبه، دوشنبه او سې شنبې په ورځو جوړیږي ګډون وکړي څو د لویو ملي مصالحو په اړه پریکړي وشي.

په پای کې کمیسیون ته پر راغلو مکتوبونو او عرض پاڼو بحث وشو او اړوندو مراجعو ته یې د وروستیو اجراتو په موخه اړینې لارښونې وشوې.

د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا کمیسیون غونډه د دې کمیسیون د رییس انجنیر میر حیدر افضلي په مشرۍ جوړه شوه.

د اجنډا سره سم د ملي دفاع وزارت د روغتیا برخې مسؤول حشمت الله نوابي په غونډه کې ګډون وکړ څو په ملي دفاع وزارت کې د کوید ۱۹ (کرونا) وایروس د خپریدو او پر وړاندې یې د یاد وزارت د تدابیرو په اړه مالومات ورکړي.

په پیل کې د کمیسیون رییس د ملي دفاع وزارت په پرسونل کې د کوید ۱۹ وایروس د خپریدو په اړه د خپروو شوو راپورونو په تړاو اندیښنه وښوه او په دې برخه کې  یې د رابلل شوو چارواکو څخه د مالوماتو د وکړې غوښتنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت د روغتیا برخې مسؤول حشمت الله نوابي وویل چې یاد وزارت د تبلیغاتي پوسټرونو په خپرولو او د وقایوي توکو په ویشس سره هڅه کړې چې د ملي اردو په لیکو کې د یاد وایروس د خپریدو مخه ډپ کړي.

حشمت الله نوابي وویل چې د پلازمینې او ولایاتو په ګډون یې ۴۰۰۰ ټیسټونه کړي چې له دې ډلې څخه ۶۲۰ یې مثبت ثابت شوي دي او ۱۶۱ یې ښه شوي دي.

هغه همدا راز وویل چې د یاد وزارت لخوا په ټولو قول اردو ګانو کې صحي کارکوونکي ګمارل شوي څو د دې وایروس د خپریدو د مخنیوي په موخه اړین اقدامات وکړي.

د کمیسیون غړو هر یو په خپل وار سره په دې تړاو د ستونزو یادونه وکړه او د وزارت له رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه چې روغتیایي تدابیر لاپسې ډیر کړي.

د مالي، بودجې،عمومي محاسبو او بانکونو چارو کمیسیون ګډه غونډه د دې کمیسوین د منشي سیدعظیم کبرزانی په مشرۍ جوړه شوه.

د کمیسیون رییس په پیل کې د ولایاتو او په ټوله کې مالي ملي بودجه کې د حکومت لخوا د وړاندې شوو تعدیلاتو په اړه خبرې وکړې.

ورپسې د کمیسیون غړو په دې تړاو خپل نظرونه غونډې ته وړاندې کړل؛ د کوید ۱۹ وایروس سره د مبارزې په برخه کې د مرسته شوو پیسو په لګولو کې د فساد په اړه خبرې وکړې؛ په دې تړاو یې اندیښنې وښودې او ټینګار یې وکړ چې اړوندې ادارې باید دا موضوع جدي تعقیب کړي.

په پام کې وه چې د کمیسیون په غونډه کې د سیمه ایزو ارګانونو رییس د ولایتونو د بودجې د لګښت په تړاو د مالوماتو د ورکړې او د کابل، هرات او ننګرهار والیان هم د یادو ولایتونو لپاره د کوید ۱۹ وایروس سره د مبارزې په برخه کې مرسته شوو پیسو د لګښت په تړاو ګډون وکړي او د کمیسیون غړو ته مالومات وکړي خو د نامالو دلایلو له امله د کمیسیون په غونډه کې ګډون نه و کړی چې د وکیلانو غبرګون یې را وپاروو او په غونډه کې د یادو چارواکو نه ګډون یې د ملت کور پر وړاندې بیغوري وبلله.

د کمیسیون په غونډه کې پریکړه وشوه چې تر هغې به د ولایتونو بودجې د تعدیل تصویب و ځنډیږي څو اړوندو چارواکو یې په اړه د کمیسیون غړو ته وضاحت نه وي ورکړي