د لړم ۲۶مه ۱۳۹۹
ولسي جرګې د
بهرنیو چارو،کورنیوچارو او مالیې وزارتونو د نوماند وزیرانو کاري پروګرامونه
وواریدل.
د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه ۱۳۹۹/۸/۲۶نیټه د یادې جرګې
رئیس الحاج میررحمن رحماني په مشرۍ پیل او د غونډې دوام د ولسي جرګې دویم نایب محمد
میرزا کټوازي په مشرۍ ترسره شوه.

د سولې مبهم مذاکرات:
په پیل کې د ولسي جرګې غړیو په دوحه کې د سولې مبهم
مذاکرات پر دوام ناهیله مندۍ ترڅنګ وویل: په دوحه کی د سولې مذاکراتو دوام سره سره
بیاهم تاوتریخوالې زیات شوی، حکومت د سولې په مذاکراتو کی مهمه ونډه لوبولې نده او
د هیواد امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتی راغلی، له همدې امله د ملت کور د
دې بحران پای ته رسیدو او څارنې په موخه دی ولسي جرګې له لوري یو پلاوی وټاکي.

د ناامنیو پراخوالی،مالي فساد او د دولتي ځمکو غصب:
د ملت استازو په هیواد کې د نا امنیو د زیاتیدو په ځانګړي
ډول د غزني ولایت، جوزجان – بلخ په لویه لاره کې د طالبانو له لوري د پیسو اخیستل،
په جوزجان ولایت کې د غاصبینو له لوري د دولتي اوشخصي ځمکو غصب، د تاریخي او
میراثي ځایونوویجاړول،د حکومت په دستګاه کې په ځانګړي ډول د کلیو او پرواختیا
وزارت کې د مالي فساد شتون له امله اندیښنې په ډاګه کړې او حکومت یي د ولایتونو
دامنیت په ټینګښت کې په نه پاملرنې تورن کړ.

د کابل ښاروال نه وړتیا څخه نیوکه:
د ملت استازو د کابل ښاروالۍ له نه وړتیا څخه د نیوکې
ترڅنګ په سړکونو کې د اوبو د معیاري سیستم نشتوالې،د کانالیزاسیون نشتوالي له امله
نیوکې وکړې ،په هیواد کې د بارانونو او واورو له اوریدو څخه هیله مندي وښودله او
ورښتونه یې په افغانستان کې د یوې با عزته
سولې د راوتلو لپاره په نیک فال ونیول.
نوماند وزیرانو ته صندوق ایښودل او رای ورکول:

وکیلانو د رایو په اکثریت پریکړه وکړه هغه نوماند وزیران
چې په روانه اونۍ کې خپل کاري پروګرامونه وړاندې کوي، د پنجشنبې په ورځ د رای
اچونې په موخه صندوق ایښودل شي .
د نوماند وزیرانو پروګرامونو وړاندې کول:
ورپسي د اجنډا پر بنسټ، د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف
اتمر،د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د کورنیو چارو نوماند وزیر
مسعود اندرابي د کاري پروګرامونو وړاندې کولو په موخه په پارلماني چارو کې د دولت
وزیر ګل پاچا مجیدي عمومي غونډه کې حضور پیدا کړ.
د بهرنیو چارو نوماند وزیر ښاغلي محمدحنیف اتمر کاري
پروګرامونو وړاندې کول:

لومړی د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمدحنیف اتمر د خپل
کاري پروګرام په وړاندې کولو وویل: د دې وزارت ټول پروګرامونه په دوه برخوکې ځای
پرځای شوي: لومړی ګام سیاسي اړتیاوې، په دیپلوماسي دستګاه کې د ظرفیت لوړتیا او
اصلاحات دي چې لاندې موخې لري د هیواد بهرني سیاست په زړه کې د اسلامي احکامو ځای
پر ځای کول، د ملي ګټو تحقق، له خاورې ، اوبو، فضا،ارضي تمامیت او افغاني وقار چې
د ملي حاکمیت یو برخه ده او هیڅ کله به ورسره معامله ونشي.
د مالیې وزارت نوماند وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د
پروګرامونووړاندې کول.

د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال د
تشکیلاتي اصلاحاتو راوستل، د ملي عوایدو لوړوالې ، د ملي اقتصاد پراختیا، له فساد
سره مبارزه، د عادي او پراختیایي پروژواو بنسټونو جوړول،د نړیوالې تولنې د مرستو
جذب ، د الکترونیکي سیستم سره د خزاینو سیستم وصلول د نړیوال معیار پر بنسټ د قطعیې
او بودجې جوړول هغه مواردو وو چې د خپل کاري پروګرامونو له مهمو ټکو څخه یی وړاندی
کړل.
د کورنیو چارو نوماند وزیر ښاغلي مسعود اندرابي د
پروګرامونو وړاندی کول:

د کورنیو چارو نوماند وزیر، د اصلاحاتو راوستل، د ظرفیت
لوړوالی، منصفانه تعینات، د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول پرملي پولیسو باندې د
خلکو باور،له جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د یوې نوې پالیسۍ تدوین، د مجرمینو
پیژندل، د پولیسو څلورکلن استراتیژیک پلان جوړول د شپږو راتلونکومیاشتو په ترڅ کې
د پولیسو لیکو تنظیمول د کورنیوچارو وزرات له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي بیان
کړل.
له نوماند وزیرانوڅخه د ولسي جرګې د غړیو پوښتنې:
د ولسي جرګې د کورنیو دندو داصول پر بنسټ، د ملت استازو
په کورنیو او بهرنیو چارو وزراتونو کې د تعیناتو د څرنګوالي،په مالیې وزارت کې د
ګمارنو او تبدیلۍ ، د عوایدو د زیاتوالي څرنګوالی، د ملي دسترخوان د پروګرام
تمویل،د بهرني سیاست مدیریت، په بهرنیو هیوادونوکې د افغانستان په یو شمیر
سفارتونو کې د فساد شتون،د هیواد د ګمرکاتو د تنظیم او مدیریت څرنګوالی،د
افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیو او سیمې هیوادونو مداخله،هغه ولسوالۍ چې د
طالبانو له لوري نیول شوي د بیرته نیولو په مخه د پلانونو څرنګوالی، د هیواد د
سرحداتوڅخه ساتنه،په ولایاتو کې د پولیسو غیر عادلانه تشکیلات هغه پوښتنې وې چې له
نوماندو وزیرانو سره مطرح شوې، او د هغوی له لورې ځوابونه وړاندې شول.
راپورټران : سویتا روستایي و فرشته فرملي
ژباړن: محمدګل نوري
مصحح : رفیع الله امیني