اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د لړم ۲۷مه ۱۳۹۹

د ملي دفاع، عدلیې او لوړو زده کړو وزارتونو نوماند وزیرانو خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د یادی جرګې رئیس الحاج میررحمن رحماني په مشرۍ پیل او د غونډې دوام د ولسي جرګې دویم نایب الحاج محمد میرزا کټوازی په ریاست ترسره شوه.

27-Aqrab-Umomi-1.JPG

د هیواد امنیتي حالت په اړه اندیښنې:

لومړی د ملت استازو د هیواد سرتاسري امنیتي حالت، په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت په اړه بحث او خبرې اترې وکړې، زیاته یی کړه: چې د فاریاب ولایت دوه ولسوالۍ د سقوط په حالت کې دي، د هیواد امنیتي حالت په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت د اندیښنې وړوبللې، له حکومت څخه یی وغوښتل چې د هیواد مرکز او ولایتونو د امنیت ټینګښت په برخه کې هلې ځلې وکړي.

27-Aqrab-Umomi-2.JPG

د سولې مذاکرات:

د ولسي جرګې غړیو، په دوحه کې د سولې مذاکراتو پر دوام د نیوکې ترڅنګ وویل: چې دا بهیر له خنډ سره مخ شوی زیاته یی کړه چی د خبرو اترو دواوړه لوري په خبرواترو کې صادق ندي، د مذاکراتو په پیل سره نه داچی  جګړه کمه  شوی ندی ناامني پای ته رسیدلې نده او تاوتریخوالی زیات شوی د افغانستان له خلکو څخه  قرباني اخلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه غواړي چې د مرکچي پلاوي په ترکیب کې پاکې او بي طرفه څیرې ځای پر ځای کړي.

د ښوونځیو ستونزې:

د کابل او نیمروز ولایتونو د ښوونکو په تشکیل کې کموالی، په یادو ولایتونو کې د میز ، څوکۍ ، کتابونو،  نشتوالی، یادی موضوع ته  د پوهنې وزارت له لوري نه پاملرنه او وکیلانو ته د پوهنې وزارت له لوري  نه ځواب ورکولو په اړه نیوکې وکړې.

وکیلانو زیاته کړه: د ښوونکو حق الزحمه د جمهور رئیس له لوري په ځنډ حالت کې راغلې چې ښوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.

27-Aqrab-Umomi-3.JPG

په روغتونونو ، مواصلاتي لارو او د بریښنا بل د بیې  لوړوالي کې ستونزې:

پکتیا ولایت ته د دولت نه پاملرنه، اود یاد ولایت په راتلونکي کال کې د کافي بودجې نشتوالې، نوموړي ولایت ته د معیاري روغتون نشتوالی، د فاریاب ، نیمروز ولایتونو په روغتونونو کې د لابراتواري موادو کموالی، د هیواد په ځانګړي ډول یادو ولایتونو ته د عامې روغتیا وزارت له لوري نه پاملرنه او نیمروز ولایت کې د بریښنا د بل بیې لوړوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

ورپسي د ولسي جرګې رئیس میررحمن رحماني د وکیلانو له لوري د وړاندی شویو موضوعاتو په راټولو سره د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون ته دنده وسپارله ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو ستونزې له مسولینو سره په همغږۍ حل کړي.

همداراز ښاغلي رحماني ، د وکیلانو پر وړاندي د حکومت له لوري د تور لګولو په اړه نیوکه وکړه وویل: د ملت کور د هیواد اوسني حساسو شرایطو کې د حکومت پر وړاندې ولاړ ندی تل هلې ځلې کړي چې  د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي، ښاغلي رحماني،په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د حکومت د یوه چارواکي له لوري د دولسي جرګې درې وکیلانو باندې تور لګول شوی او حکومت باید د ولسي جرګې سره تقابل نه لاس واخلي ، ولسي جرګه جمهور رئیس ته د درېو قواوو د رئیس په توګه احترام لري،خو حکومتي چارواکي باید له تورونو څخه لاس واخلي ،له همدې امله له حکومت څخه غواړو هغه مسایل چې د دواړو قوې ترمنځ د نفاق لامل ګرځي ډډه وکړي.

د امریکا د ورستیو تحولاتو په تړاو د همصدا پارلماني ډلې اعلامیه:

27-Aqrab-Umomi-4.JPG

یاده اعلامیه د ښاغلي علي اکبر جمشیدي له لوري ولوستل شوه،په اعلامیه کې په امریکا کې ورستیو تحولاتو او د په نوموړي هیواد کی د ټاکنو د پایلې اعلان څخه هرکلی وکړ،دغه بدلون په  افغانستان او سیمه کې د مستقیمې اغیزې لامل ګرځي، په اعلامیه کې د امریکې له نوې رهبرۍ غوښتل شوي چی د نړیوالوقوانینو پر بنسټ نړۍ سولې او سوکالۍ په لور وباسي،له طالبانو سره د امریکې هوکړه لیک څخه نیوکه شوې په دوحه کې د سولی مذاکراتو د ناکامۍ لامل ګرځي بیان کړ، پر وړاندې یي له افغانستان سره امریکا متحده ایالاتو  امنیتی تړون دعملي کیدو غوښتونکي شول، د دې ترڅنګ ویل شوي چې د دوحې مذاکراتو د شرایطو بنسټ اوربند دی باید اساسي شرط وبلل شي.

د غونډې په بله برخه کې د اجنډا پر بنسټ د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد، د عدلیې وزارت نوماند وزیرفضل احمد معنوي او د لوړو زده کړو وزارت نوماند وزیر عباس بصیر خپل کاري پروګرامونه یي د ولسي جرګې غړیو ته وړاندې کړل.

د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر اسدالله خالد کاري پروګرام وړاندی کول:

27-Aqrab-Umomi-5.JPG

د ملي د فاع نوماند وزیر اسدالله خالد، ددښمنانو عایداتي سرچینو بندول او هغه سیمې چې له لاسه وتي بیاځلي نیول، د هیواد د لویو لارو د امنیت ټینګښت، د ځواب ورکولو روښانه سیستم جوړول او استخباراتي او کشفي  او نورمسایل د هغه مهموکاري پروګرامونو څخه ول چې بیان یی کړل، نوموړي زیاته کړه د سرتیروتربیوي مرکزجوړول، د کاغذي دوسیو د سیستم بدلول الکترونکي سیستم ته، د ۱۵زره نويو افسرانو جذبول، د سرحدي قواو لوړو لیکو کې د مسلکي اشخاصو جذبول، د کماندو تشکیلاتو لوړول، د هیواد هوايي قواوو په جنګي الوتکو چې د ناټو له لوري مرسته شوي سمبالول په ملي اردو کې د رنجر قطعاتو جوړول ددې وزارت په خپل کاري لومړیتوبونو کې دي بیان کړل.

د عدلیې وزارت نوماندوزیر فضل احمد معنوي د کاري پروګرام وړاندی کول:

27-Aqrab-Umomi-6.JPG

د عدلیې وزارت نوماند وزیر فضل احمد معنوي ، د یاد وزارت د پروګرامونو او پلانونو په اړه د ولسي جرګې غړیو ته معلومات ورکړ وویل: عدلیې وزارت د ملت او حکومت ترمنځ د قانون جوړونې په برخه کې  ارتباطي پل دی.

ښاغلي معنوي د حقوقو د ادارې رامنځ ته کول، د عدلي او د دولت قضایاو په اداره کې د اشخاصو او حکومت د حقوقو د خوندي کولو په موخه د اصلاحاتو د راوستلو، د قانون جوړونې د بهیر په عصري توګه سمبالول، د حقوقي مسایلو څخه د خلکو خبرولو په خاطر هلې ځلې،  اسلامي روحیې په پام کې نیول د هغو پلانونو له جملې څخه ول چې د عدلیې وزارت نوماند وزیر بیان کړل.

د لوړو زده کړو وزارت نوماند وزیر عباس بصیر د کاري پروګرامونو وړاندی کول:

27-Aqrab-Umomi-7.JPG

د لوړو زده کړو نوماند وزیر عباس بصیر په خپل وار سره ددې وزارت د کاري پروګرامونو او موخو په اړه وویل: د تحقیق او ابتکار د معینیت رامنځ ته کول، د لوړو زده کړو پراختیا، د تحقیقي محور زده کړو پیاوړتیا، د باور د پروسې او په راتلونکي کې د لوړو زده کړو د کیفي تضمین له هغه پروګرامونوڅخه ول چې خپلو کاري پروګرامونو کې یاد ګړل .

د وکیلانو پوښتنې:

د غونډې په دوام وکیلانو یو لړ پوښتنې د البیروني پوهنتون د ستونزو، په کاپیسا ولایت کې د خصوصي پوهنتون نشتوالې، د کانکور په آزموینه کې د سهمیې ویش، د لویو لارو بندیدل، د امنیتي ځواکونو د محبوسینو د خلاصیدو ته نه پاملرنه او نور مسایل چې له نوماند وزیرانو څخه مطرح شول او د مسولینو له لوري ځوابونه وړاندې شول.

راپورټران: فرشته فرملی و سویتا روستایی

ژباړن: نوري

مصحح : رفیع الله امیني