د لړم ۲۸ مه ۱۳۹۹
ولسي جرګې ته د ارشاد حج اوقافو، صنعت او سوداګرۍ د
مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ته نوماند وزیرانو
خپلې کاري تګلارې وړاندې کړې.
د ولسي جرګې عمومي
غونډه د دې جرګې د
رییس الحاج میر رحمان رحماني په ریاست او ورپسې د دې جرګې دویم نایب عباس ابراهیم
زاده په ریاست جوړه شوه.
د هېواد د امنیتي
وضعیت په اړه اندیښنې
په پیل کې د ولسي
جرګې غړیو په هېواد کې د نا امنیو پر ډیریدو، د سرتیرو په اعاشه کې کموالی او د
فساد شتون په تړاو نیوکې وکړې له حکومت
څخه یې وغوښتل چې سرتیرو ته اعاشه او
اباطه په مکمله توګه په واک ورکړي.
د هېواد په ګمرکونو
کې فساد او ستونزې او د پاکستان د خدمتونو وړاندې کول:
په غونډه کې وکیلانو
د فراه ګمرک رییس په ټوګه د منصور حکیمي
ټاکل کیدو کې د فساد په اړه خبر وکړ او وویل چې نوموړی په فساد تورن دی او
د امنیت شورا له لورې د معاملې په اساس ګمارل شوی دی.
دوی له حکومت څخه
وغوښتل چې د فراه په ګمرک کې د فساد مخنیوي او عوایدو راټولو په برخه کې جدي
پاملرنه وکړي.
همدا راز د ولسي جرګې
غړیو د پاکستان ویزې ترلاسه کولو کې د ستونزو د هواري او په ښه توګه د قونسلي
خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې جرګې د اداري پلاوي وغوښتل تر څو یادې ستونزې ته
حل لار پیدا کړي.
ورپسي د ولسي جرګې
رییس الحاج میر رحمان رحماني د پاکستان هېواد د قونسلي خدمتونو په اړه د مواصلاتو
او مخابراتو او د فراه ولایت په ګمرک کې د فساد په اړه ځانګړو کمېسیونونو ته دنده
وسپارله چې یاد موضوعات له اړوندو مسوولینو سره په همغږۍ وڅیړي او پایلې دی عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه
کې له اجنډا سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته نوماند وزیر نثار احمد غوریاني،
مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماندې معصومې خاوري، کار او ټولنیزو
چارو وزارت ته نوماند وزیر بشیر احمد تینج او ارشاد حج او قافو وزارت ته نوماند
وزیر محمد قاسم حلیمي په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پاچا مجیدي په ملتیا غونډه
کې ګډون وکړ او خپلې کاري تګلارې يې
وړاندې کړې.
صنعت او سوداګرۍ
وزارت ته نوماند وزیر نثار احمد غوریاني کاري تګلاره:
په پیل کې نثار احمد
غوریاني صادراتو لپاره د هوایي دهلیز زمینې برابر ول، صنعت او سوداګرۍ ته وده
ورکول، د تازه، وچوو میوو، سبزیو، لاسي صنایعو او قیمتي ډبرو د صادراتو لپاره
ظرفیت لوړونه، صنعتي پارکونو زیربناوو لپاره د ګټور سیستم جوړول، د صنعتي محصولاتو
لپاره د زنځیروي پلورنځیو جوړول او بهرنۍ پانګونې را جلب ول يې د کاري لومړیتوبونه
څخه له ولسي جرګې څخه د بریا په صورت کې یاد کړل.
مخابراتو او معلوماتي
ټکنالوژۍ وزارت ته نوماندې معصومې خاوري کاري تګلاره:
معصومي خاوري د خپلې
کاري تګلارې په اړه ولسي جرګې ته مالوماتو په اړه وویل چې اداري فساد سره مبارزه،
د مخابراتو او ټکنالوژۍ د کیفیت لوړیدو ته وده، د انټرنیټ په بیه کې کمښت، د ډیجیټلي
افغانستان جوړولو لپاره هڅه، د ایکو سیستم رامنځ ته کول، ټول دولتي سکتور لپاره د
مالوماتي ټکنالوژۍ ترویج، د امنیتي ننګونو د مخنیوي په موخه د سیم کارتونو ویش لپاره طرز العمل ترتیب ول او د
سیم کارتونو ثبتول، پوستي خدمتونو ته زمینې برابرول، سایبري قانون ترتیب ول او ډیټا
سنټر ملي مرکز رامنځته کول يې له لومړیتوبونه څخه په یاد وزارت کې د پنځو کلنو
لپاره دي.
د کار او ټولنیزو
چارو وزارت ته د نوماند بشیر احمد تینج کاري تګلاره:
بشیر احمد تینج د
وزارت د کاري موخو په اړه وویل: ځوانانو ته د کاري بوختیاوو برابرول، د کار د
رامنځته کوونکو او غوښتونکو ترمنځ همغږي، د کار او کارکوونکو څخه ملاتړ، د
وزګارتیا کموالی، د پنځه کلن پلان جوړول، د خصوصي سکټور ترمنځ همغږي رامنځته کول،
د حرفوي زده کړو رامنځته کول، د کډوالو بیرته را ستنیدو ته لار هوارول، د ولایتونو
په کچه د مېرمنو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د مرکزونو جوړول، د هوکړو له مخې
بهرنیو هېوادونو ته د افغان کاریګرو استول، روزنتونوو ته د جواز ورکړه یې د لویو
موخه څخه یادې کړې چې د هغه په وینا په لنډمهاله او اوږد مهاله توګه به یې پلې کړي.
د حج او اوقافو وزارت
لپاره نوماند محمد قاسم حلیمي کاري پلان او تګلاره:
ضوابطو ته پر روابطو
لومړيتوب ورکول، د ستراتیژیک پلان جوړول، د نړیوالو لویو دیني مرکزونو سره د افغان
علماوو اړیکو جوړول او پیاوړي کول، د دیني ارشاداتو په موخه هڅې، د جوماتونو او
دیني مرکزونو سروې، د امامانو او طالبانو د ظرفیت لوړونه، په جوماتونو کې د جمعې د
ورځې د خطبې ساده او روانول، د مذهبونو ترمنځ د نږدېوالي لپاره هڅې، د هېواد په
کچه د آذان د وخت کره کول، د اداري تشکیلاتو پراخول، په ملي دفاع او کورنیو چارو
وزارت کې د عقیدتي څانګو جوړول، د اسلامي عرفان عامول، د ښځينه حجاجو لپاره د
ښځينه ښوونکو ټاکل، په بندخونو او توقیف خونو کې د دیني ارشاداتو عامول، کڼو لپاره
د قرانکریم د زده کړو لار هوارول او د یو هوایي شرکت سره د حاجیانو د لیږد را لیږد
لپاره په مناسبه بیه قرارداد کول هغه موارد ول چې د حج او اوقافو وزارت نوماند
محمد قاسم حلیمي د خپلو موخو په توګه یاد کړل.
د ملت استازو پوښتنې:
ورپسې د ملت استازو د
کورنیو دندو او اصولو مطابق د مخابراتي شبکو کریډیټ کارت څخه د مصرفي پیسو فیصدي،
د انټرنټ د بیو لوړوالي او کیفیت ټيټوالي، د شپې له خوا په ځینو ولایتونو کې د
مخابراتي شبکو پرې کیدو، د جعلي مجازي پاڼو څخه مخنیوې، سایبري خوندیتوب، مکې
مکرمې تلو په وخت کې د حاجیانو ستونزې، د علماوو د ژوند ښه والي، امربالعروف او
نهی عن المنکر برنامو پلي کیدو، د حج په پروسه کې فساد، د موازي ادارو شتون، د
طویانه او ولور په نوم پېر او پلور، د عرف له مخې نجونو ته میراث نه ورکول، د
صادارتو زمینې برابرول، د بې کیفیته موادو څخه مخنیوی، د هېواد قالینو صادراتو ته
پاملرنه او کوچنیو پانګوالو ته د زمینې برابرولو په تړاو نوماند وزیرانو ته خپلې
پوښتنې وړاندې او له هغوی څخه یې ځوابونه ترلاسه کړل.
ژباړن : محمد ګل نوري
مصحح : رفیع الله
امیني