اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د لیندۍ لمړۍ ۱۳۹۹

ولسي جرګې د حکومت کابینې لس تنه غړیو ته د باور رایه ورکړه.

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د یادې جرګې رئیس میررحمن رحماني په مشرۍ پیل او د غونډې دوام د ولسي جرګې لومړي نایب محمدمیرزا کټوازي په ریاست ترسره شوه.

1-Quws-Umomi-1.JPG

لومړی د ولسي جرګې غړیوپریکړه وکړه چې د رای اچونې دپروسې د څارنې او روښانتیا په موخه د وکیلانو درې غړي وټاکل شي.

همداراز د کابل ولایت څخه عبیدالله کلیمزی، د بغلان ولایت څخه محمد نسیم مدبر او د دایکندي ولایت څخه شیرین محسني د ناظرینو په توګه د اداري پلاوي ترڅنګ وټاکل شول.

د اساسي قانون او د ولسي جرګې د کورني دندواصولو پر بنسټ د ۲۵تنو نوماند وزیرانو او خپلواکو اداراتو رئیسانو ته چې دجمهوررئیس محمد اشرف غني  له لوري پخواه د لړم په ۶مه معرفي شوي وو، لس تنه نوماندو وزیرانو چې تیره اونۍ یی خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل ، نن شنبه د ولسي جرګې د پریکړې پر بنسټ  د باور رایو په موخه صندوقونه کیښودل شول.

1-Quws-Umomi-2.JPG

په پایله کې د بهرنیو چارو نوماند وزیر د ۱۹۷تائید ، ۲۴ رد، ۹سپینې او ۱۶باطلو رایو وتوانید چې د بهرنیو چارو وزرات څوکۍ ترلاسه کړي.

همدارنګه د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ۲۰۵تائید، ۳۲رد، او د ۹باطلو رایو په ترلاسه کولو د مالیې وزارت څوکۍ ترلاسه کړي.

1-Quws-Umomi-3.JPG

د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد د ۲۰۶تائید رایې ، ۱۷رد، ۱۵باطلې او ۸ سپینو رایو په ترلاسه کولو د دفاع وزارت وزیر په توګه وټاکل شو.

محمد مسعود اندرابي، د ۲۱۴تائید ، ۲۵رد ، او۷سپینو رایو په ترلاسه کولو د کورنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

فضل احمد معنوي د ۲۲۰تائید ، ۹رد، ۱۰باطلې او ۷سپینو رایو په اخیستلو سره وتوانید د عدلیې وزارت څوکۍ ترلاسه کړي.

1-Quws-Umomi-7.JPG

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزارت نوماند وزیره معصومه خاوري،  د ۱۵۴تائید رایو، ۶۷رد رایو او ۲۵سپینو رایو په ترلاسه کولو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیرې په توګه وټاکل شوه.

د لوړو زده کړو نوماند وزیر عباس بصیر د ۱۹۷تائید ، ۲۲رد ، ۱۳باطلو او ۱۴سپینو رایو په ترلاسه کولو د لوړو زده کړو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.

د کار او ټولنیزوچارو نوماند وزیر بشیراحمد تینج د ۱۹۰تائید ،۴۰رد  او ۱۶سپینو رایو په اخیستلو د کار او ټولنیزوچارو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت نوماند وزیر د ۱۴۸تائید، ۴۱رد ، ۲۳باطلو او ۳۴سپینو رایو په ترلاسه کولو د حج او اوقافو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.

1-Quws-Umomi-5.JPG

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند وزیر ۲۱۳تائید ، ۲۳رد  او ۱۰ سپینو رایو په ترلاسه کولو وتوانید د صنعت او سوداګرۍ وزارت څوکۍ ترلاسه کړي.

در قسمت اخیر جلسه الحاج میر رحمن رحمانی رییس ولسی جرگه از اعضای این مجلس بخاطر اشتراک در پروسه رای دهی ابراز سپاس نموده گفت: خانه ملت یک پارچه ومستحکم است و همه وکلاء ممثل وحدت ملی در این خانه میباشند.

1-Quws-Umomi-4.JPG

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس میررحمن رحماني  د رای اچونې په پروسه کې د ګډون په خاطر د ولسي جرګې له غړیو څخه مننه وکړه وویل: د ملت کور یو موټې و پیاوړی دی او ټول وکیلان پدی کور کی د ملي یووالي ممثلین دي .

 ژباړه : محمد ګل نوری

مصحح : رفیع الله امیني