دلیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۹
د بهرنيو چارو او
مالیې وزیرانو د جینوا کنفرانس لاسته راړونو راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړ.
د ولسي جرګې عمومي غونډه د دې جرګې د رییس الحاج میر
رحمان رحماني په ریاست جوړه شوه.
په ټي سي آر سي شرکت او ۹۱ کوډ کې بډه:
د ولسي جرګې غړو د TCRC د شرکت له لورې د بیت المال پیسو کی په اختلاس کیدو باندی سخته نیوکه وکړه. او وویل چې تړون د کیفیت مالومولو
وسایلو د نه شتون له امله کار کوي او د افغانستان د خلکو سرمایه غلا کوي.

ولسي جرګه د یادې سرمایی د ساتلو په موخه د یاد شرکت سره
تړون لغوه کول او څارنوالۍ ته د هغوی
معرفي کولو غوښتنه کوي.
همدا راز وکیلانو د جمهوري ریاست د ځینو کارکوونکو له
لورې د ۹۱ کوډ څخه د پیسو ایستلو په اړه د ولسمشر سلاکار وحید عمر څرګندونې د
قانون خلاف وبللې او د ولسي جرګې د اداري پلاوي څخه یې وغوښتل چې د یادې موضوع په
تړاو دی غبرګون وښايې او د اختلاس موضوع دی په جدي توګه وڅیړي. په پایله کې ښاغلي رحماني د
مالي او بودجې کمیسیون ته لارښوونه وکړه ترڅو راتلوونکو دوو اونیو پورې موضوع وڅیړي
او پایله يې عمومي غونډې سره شریکه کړي.
سوله:
په ولسي جرګه کی د خلکو استازو د سولې خبرو د راتلونکو
پړاوونو لپاره د حکومت د وړاندیز څخه ملاتړ ترڅنګ د دوحې مذاکرتو د لاسته راوړنو
پرته د اندیښنې وړ وبللی او د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې پر بنسټ په همدې موده
کې یوازې طالبانو د ښه امتیاز چې د ۵زره طالب زندانیانو او د انس حقاني خوشي کول
وو لاسته راوړل او بس .

دوی وایي چی د درې میاشتو په تیریدو سره دواړه لوري ونه
توانیدل چې د اجنډا په ټاکلو سره هوکړې ته ورسیږي. او یادې خبری د شلو ورځو لپاره
وځڼدیدې.
د جرګې غړو د حکومت څخه وغوښتل چې د طالبانو سره د خبرو
ټیم ولسي جرګې ته راپور وړاندې کړي ترڅو د خلکو اندیښنې پای ته ورسیږي.
به مقرریو کې د سمه ییزو ارګانونو سلیقوي چلند او په
هیواد کې ناامني:
د ولسي جرګې غړو په کابل او کندهار ولایتونو کې د جګړو زیاتوالی او ناامني او په ځانګړې توګه د
خبریالانو هدفي ترور د اندیښنې وړ وباله او د حکومت څخه یې غوښتل د هیواد د امنیت
ټینګښت او د خبریالانو نه خوندیتوب او د جګړې له امله بې ځایه شویو سره د مرستې نه
رسیدل حکومت یې په بې غورۍ تورن کړ.
همدا راز د ملت استازو په ولسوالیو کې د سیمه ییزو
ارګانونو له لورې د سیلقوي مقررۍ او په کاري دفتر کې د یاد ارګان رییس نه شتون
نیوکې وکړې او حکومت څخه یې وغوښتل چی په مقرریو کې د قانون سره سم عمل وکړي او په
اداراتو کې د بیوکراسۍ مخنیوی وکړي.

متفرقه موارد:
د ولسي جرګې غړو د کابل ده سبز ته د برچې سیمې څخه د
اتلسمې حوزې لیږد د دولتي کارکوونکو په معاشاتو کې نه انډول، د کابل ښاروالۍ
کارکوونکو ته د اضافه کارۍ نه ورکړه، په زابل ولایت کې د WFP موسسې اعتبار لاسه ورکول، آغا
خان شرکت سره د بدخشان ولایت د شورابک ولسوالی د برښنا تړون په اړه د اندښنو په
اړه بحث او خبرې وشوې.
جمع بندي:
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د کابل د خلکو استازي
توفیق وحدت پر موټر تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده او له امنیتي بنسټونو څخه یي
وغوښتل چی د یاې پیښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یی وسپاري.
همدا راز ښاغلي د ادبي حوزې مشهور لیکوال محم اعظم رهنورد
مړینه یې ستره ضایعه وبلله د هغه کورنۍ ته
يې د جمیل صبر او ارواښاد ته یې د الله جل جلال له دربار څخه د جنت الفردوس غوښتنه
وکړه.
ښاغلي رحماني په وزارتونو کې د سرپرستانو د کار دوام د
قانون خلاف وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی
کیږدي او د ملت کور ته دی نوي نوماند
وزیران معرفي کړي.

همدا راز د ولسي جرګې رییس د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ته
د اضافه کارۍ نه ورکړه او تي سي آر سي شرکت او ۹۱ کوډ په اړه او سیمه ییزو
ارګانونو د سیلقوي ګومارنو په تړاو اړوندو کمیسیونونو ته دنده وسپارله ترڅو یاد
موضوعات اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ کې وڅیړي او پایلې یې د عمومي غونډې سره
شریکې کړي.
آجندا: د ژینوا کنفران د لاسته راوړنو په تړاو د بهرنیو
چاور او مالیې وزیرانو راپور اوریدل:
په پیل کی د بهرنيو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ژینوا
کنفرانس په اړه عمومي غونډې ته مالومات ورکړل او زیاته یی کړه چې ژنیوا کنفرانس چې
د نومبر ۲۴مه په ژنیو کې ترسره شوو د ۹۰ ډیرو هیوادونو په مجازي توګه په کې ګډون
کړی وو، چې د یاد کنفرانس موخه په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د افغانستان
سره د راتلوونکو څلورو کلنو لپاره ملاتړ وو.
ښاغلي اتمر د درې مهمو سندونو لاسلیک څخه چې د افغانستان
وده، د سولې پلان ګذارۍ تګلاره او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د هوکړې خبر ورکړ.

د افغانستان په اړه چې مهم موضوعات مطرح شول په لاندې
ډول تشریح شول: د با عزته او دوامدارې سولې په نظر کې نیول د هیواد د وګړو د اساسي
حقوقو او ملي ارزښتونو ساتل، د دفاعيي او امنیتي ځواکونو څخه مالي او لوژستیکي
ملاتړ، اقتصادي وده او د افغانستان سره
نړیوالې مالي مرستې دي.
د یاد ولو وړه ده چې دغه مالي ملاتړ د یو لړ ځانګړو
شرایطو پر بنسټ سولې او ښې حکومتدارۍ په صورت کې پلې شي.
ورپسې د ماليې وزیر عبدالهادي ارغنديوال ژینوا کنفرانس
راپور په مفصل ډول د ولسي جرګې عمومي
غونډې ته وړاندې کړ.

د مالیې وزیر د ژینوا کنفرانس د وډیو په خپرولو سره
عمومي غونډې ته وویل چې په دې ناسته کې نړیوالو شریکانو ۱۳.۴ میلیارده ډالر د
څلورو کلنو لپاره د ځانګړو شرایطو په ټاکلو سره افغانستان سره ژمنه وکړه.
د افغانانو په مالکیت د سولې بهیر، په اوربند ټینګار، د
جمهوري نظام څخه ملاتړ، د اتلسو کلنو لاسته راوړنو ساتل، د ښځو حقوق، د بیان آزادي
او اقتصادي وده په ګوته کړل.
راپورټران:سویتا روستایی وفرشته فرملی
ژباړن: نوري
مصحح : رفیع الله امیني